Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-18  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

عبدالقهار مستفيض

دارغند دڅپو ژبه (دوهم) :
عبدالقهار مستفيض د ملا عبدالاحد زوى په 1335ل كال د ارغنداو په مرنجان نومي كلي كې زېږېدلى دى. په 1359ل كال يې د كندهار له احمديه مدرسې څخه د فراغت بريليك ترلاسه كړى او په خپله يې هم يوشمېر زده كوونكي روزلي دي. په 1362ل كال د هېواد او ملت د دښمنانو له خوا د شپې له كوره وايستل شو او تر ننه ورك دى.
نوموړي له شعر سره ډېره مينه لرله. د دې ترڅنګ يو ښه ليكګر (خطاط) او له ظرافته ډك انسان و. د ټولنيزو پېښو په مقابل كې ډېر حساس او باريك بين و. له هرې پېښې به اغېزمنېده او د هر شاعر په شان يې زړه تر پاڼې نازك او د هندارې په شان روڼ و. كه چېرې د هغه نور اثار هم راټول كړاى شي او چاپ ته وسپارل شي، غوره به وي، ځكه د وركاوي وېره يې كمېږي. هسې نه چې د نورو شاعرانو په شان يې اثار له منځه لاړ شي.
نوموړى زياتره ولسي شاعري اورېدلې وه، ځكه ده هغه وخت شعر ته مخه كړه، چې په كندهار كې د ولسي شاعرۍ بازار ښه تود و. هر شاعر څو- څو دېوانونه او ټولګې خپرې كړې وې، خو بيا هم حالاتو داسې بدلون راوست، چې هېڅوك يې هم پر كراره پرې نه ښودل. د زياتو شاعرانو دېوانونه له منځه لاړل او يا هم له دوى سره زياتى وشو، چې د عبدالقهار مستفيض وركېدل هم د همدغه حالت يو انځور جوتوي.


ځان
چې په سرو لمبو كې سوځي، ځان هغه
په رښتيا بوله ځان ښځه، ځوان هغه
كه څوك خوښ د بل په غم وي، مرتجع دى
كه غمګين په غم د بل و، ځوان هغه
كه خنډ شوى و، په مخ د ازادۍ كې
انسان نه دى، واقعي حيوان هغه
چې په خوله يې د وطن الفاظ جاري وي
خوله هغه، ژبه هغه، دندان هغه
چې اغزى يې ښخ په لاس وي، يا په پښه كې
باغ يې خپل، پټى يې خپل، باغوان هغه
چې خوشحال په سرمايه لكه بهار وي
خلكو! ګورئ تاريخي خزان هغه
عين وقاف لرم ارمان د جامعې زه
كه مشهور شوم په انسان، انسان هغه.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005