Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-19  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

عبدالقيوم يارمند

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
عبدالقيوم يارمند د شيخ الحديث الحاج مولوي محمد عالم زوى په 1356ل كال د زابل ولايت، شملزو ولسوالۍ كې زېږېدلى دى. په كوټه او نورو ځايونو كې يې ديني زده كړې كړي، او اوس هم په كوټه كې په خپل تعليم بوخت دى، چې ايله په دې وروستيو كې يې د فراغت سند تر لاسه كړ.
د نوموړي نېكمرغي په دې كې هم ده، چې گد خپل عالم او فاضل پلار په بركت يې د زده كړې لپاره ډېره اسانتيا لرله. نوموړي په دې برخه كې ډېره مرسته ورسره كړې او اوس يې هم كوي.
يارمند د نرم طبيعت او ښو اخلاقو خاوند ځوان دى.
وايي: ”شعر د بنيادم د زړه ژبه او د چغو هغه نغمه ده، چې د زړه غوږونو ته رسېږي“. نو يارمند هم هغه ځوان دى چې خپل شعرونه په ډېره خاموشۍ سره د ټولنې ژورو ته لېږدوي. هغه شعرونه چې د ټولنې د هرې طبقې خلك ورباندې پوهېدى شي. خوند او مفهوم ترې اخلي. ځينې ځايونه دومره هنري بيتونه هم وايي چې سړي ته د ده هنري ظرافت ښه ترا جوتوي او دا هيله ورپيدا كوي، چې يارمند د نور پرمختګ وس او توان لري. خو كه چېرې يې پر ځان خوارۍ وګاللې، زيار يې وكېښ او خپله مطالعه يې روانه وساتله، نو زيات هنري اثار به خپلې ټولنې ته وړاندې كړي.
كه چېرې د لنډ مهال لپاره د كوم بل هېواد پر كومه سيمه باندې يوازې برېښنا بنده كړاى شي، نو د څه مودې په اوښتلو سره به هلته هغه غوغا رامنځته شي، چې متمدنه نړۍ يې فاجعه ګڼي. خو موږ وينو چې زموږ په هېواد كې پر (24) كلنو جنګ- جګړو او ويرونو سربېره داسې تاند ځوانان هم لرو، چې د كډوالۍ په چاپېريال كې خپلې زده كړې كوي او خپلې هنري پنځونې هم نه هېروي. د كډوالۍ ستونزې خو به هغه چا ته زياتې معلومېږي، چې مسافر شوى وي. خو افغانان ډېر كروړ او غښتلي خلك دي، دوى نه يوازې حالاتو ته نه تسليمېږي، بلكې په خپله په تيارو كې ځانونو ته يوه لار پرانيزي. بيا پښتانه خو چې د نړۍ په هره برخه كې پراته دي، د خپلې ژبې پالنه يې نه ده هېره كړې، لكه څنګه چې زيات كډوال او مسافر پښتانه ځوانان وتوانېدل چې پښتو په نړيواله كچه د كمپيوټر او انټرنټ ژبه كړي، ويې روزي او د نړۍ هر ګوټ ته يې ورسوي.


تهمت
زړه ته مې بيا نوي غمونه راغلل
د ښكلي يار چې پېغورونه راغلل
عقل مې لاړ، په نابلده كوڅه
له هرې خوا پرې تور تمونه راغلل
د خمار تبه مې شوه سر ته جګه
چې د لمبو يې امېلونه راغلل
د زړه حرم مې په زل زل كې كښېوت
چې د تهمت كاڼو وارونه راغلل
د تدبير هسك مې هم راړنګ كړ جنون
چې د ساقي له خوا جامونه راغلل
زاهدان ټول راته موسكي پاتې شول
چې له زندانه زنځيرونه راغلل.

تمه
شهيدې ارواګانې اميدونه رانه غواړي
د هجر تورو شپو ته څراغونه رانه غواړي
په سره جامه فضا مو له شفق سره سيالۍ ته
څو څاڅكي مو د وينو سره رنګونه رانه غواړي
دا ستوخ- ستوخ كهكشان او كړاوجن غوندې سحر مو
څه لوړې ارادې او عظمتونه رانه غواړي
يوه سپڼسكۍ لاره ده، سپېڅلي كاروانونه
حساس حساس پړاو مو تدبيرونه رانه غواړي
هدف ته رسېدل مو يوه ستره نېكمرغي ده
خو وړاندې مرحلو كې څو سرونه رانه غواړي
لا پاتې يې پر زړه د ياغي پير دي پرهارونه
خوړلو پرهارو ته درملونه رانه غواړي.

لباسي ياري
هغه مې ارمان و، خو تا وانه خيست
اوس مې نو د مينې اوازې پرېږده
پروت ښه يم اشنا! پر دې ميدان باندې
ما او د غمونو سلسلې پرېږده
سرې اوښكې دې زما پر لېمو نه ليدې
مه! نورې يې تلونې دا څپې پرېږده
مه درمانوه راته ناسور پرهار
وينو سره څه يې نښانې پرېږده
ځاى د انتقام و، تا سرتېټ كړلو
دا د لباسي ياري بانې- پلمې پرېږده
ما يارمند ته مه وايه ناخوالې نور
ما پرېږده نور ژوند مې دا كيسې پرېږده.
 

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005