دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
عبدالكبير نقشبندي د ښاغلي عبدالروف زوى په 1350ل كال د كندهار په لومړۍ ناحيه كې زېږېدلى دى. تر يوولسم ټولګي پورې يې د كندهار په اوله احمدشاهي ښوونځي كې زده كړې كړې دي. خو د كورنيو ستونزو له كبله نورې زده كړې ترې نيمګړې پاتې شوې او اوس په دكاندارۍ بوخت دى. د دې تر څنګ شعرونه هم ليكي او كله ناكله په ځينو ادبي ناستو او غونډو كې هم ګډون كوي. په ترنم كې هم لاس لري، چې په دې برخه كې يې استعداد د پام وړ دى.
كه چېرې يې دغه هنر وروزه او يا يې هم د بل تكړه استاد شاګردۍ ته ګونډې ووهلې، ډېره هيله شته، چې د شاعر تر څنګ د سندرغاړي په توګه هم وپېژندل شي. دى خپل شعرونه د خپل ترنم لپاره ليكي، چې تر ډېره حده د خپل عام ولس د پوهې سطحه په پام كې ساتي، نو ځكه يې شعر ساده او تر ډېره بريده عام ولس ته نژدې دى. د همدغه ولس په ژبه ليكل شوى او مينه وال به يې هم د ولس عام خلك وي. دا په دې مانا نه ده چې عام ولس ټيټ ذوق لري، بلكې اكثره كسان يوازې په دې هڅه كې دي، چې خپل شعر ساده او ډېر روان وساتي. پېچلي او سخت توري په كې رانه شي او يا هم ډېرې پېچلې موضوعګانې په كې زياتې نه شي، خو ځينې كسان به طبيعتاً د خپل استعداد په كچه ساده شاعري كوي.
څرنګه چې تجربه شوې ده، په ځينو سيمو كې به زموږ اوسني پياوړي شاعران دومره محبوبيت او مقبوليت نه لري، خو ځينې ولسي شاعران به په هر كور او كورنۍ كې يو منلى شاعر وي او خلك به يې له هنر او شعر څخه خبر وي. نو ځكه بايد څرګنده شي، چې هر شاعر او هره شاعري ځان ته په ولس كې يوځاى او مقام لري، نو بايد وويل شي چې كه د يوه كس يو شعر خوښ نه شو، هغه دا مانا نه لري، چې هغه شاعر ډېر ټيټ او له هنره ليرې دى، هر شاعر يو هنر لري، خو د هنر څومره والى او كچه توپير سره لري. كه عبدالكبير نقشبندي خپل هنر او شعر ته زياته توجه وركړه، هيله شته چې يو مقام ته ځان نژدې كړي.
خوندونه دي، مزې دي، د ساقي په پيمانو كې
اثر دى او نشې دي د ساقي په پيمانو كې
زاهد به د عمرو عبادت وركړي پر يوه جام
جنت دى او روضې دي د ساقي په پيمانو كې
ورځي به د منصور غوندې نڅا كې د دار سر ته
دا تل د حق نارې دي د ساقي په پيمانو كې
د هجر دښت يې شين كړ، د بهار په نرمه ساه
ګلونه دي، غونچې دي د ساقي په پيمانو كې
مست كړى په هزار واره هر خيال عبدالكبير يم
غزل او ترانې دي د ساقي په پيمانو كې.
كوم صحبت په ميخانه كې له ساقيانو سره
جنګوم جام تمامه شپه له شرابيانو سره
راته حاضرې بې حسابه پيمانې كړي ساقي
خضر حاضر وي پر ميدان له خماريانو سره
د بُتخانې طرف ته مخ كړم عبادت كومه
په دې ګناه شم مجلسي له جنتيانو سره
زنهار د اور مې ځړولى وي دا ستا مينه كې
يمه ملګرى ځم پر لار له كافرانو سره
كه بېريا عبادت زر كاله زاهد وكړي
واصل به نه شي له هغو ښكلو چشمانو سره
پر نيمه شپه عبدالكبير چې شوم بيدار له خوبه
اوښكې مې تلې، لكه باران له باڼوګانو سره