Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-19  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

عبدالكريم رسوا

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
عبدالكريم رسوا د بهادرخان زوى په 1303ل كال د كندهار د شاه بازار د سدوزو دانې په عليزو كوڅه كې په خپل پلرني ټاټوبي كې زېږېدلى دى. زده كړې يې نه دي كړي، خو بيا يې هم له اته كلنۍ څخه شعر ويل پيل كړي او تر پنځلس كلنۍ وروسته يې د شعر ويلو له كبله د كندهار په ګوټ- ګوټ او كلي په كلي كې داسې شهرت حاصل كړ، چې هر چا به ده او د ده هنر ته درناوى كاوه. چې دغې هڅونې د ده لپاره د لا پرمختګ زمينه هم برابره كړه. نوموړى د خپل كمزوري اقتصاد او كموسۍ له كبله نه دى توانېدلى خپل اثار خپاره او تر خپلو وګړو يې ورورسوي. تر دې مهاله ورته ناچاپې شعري ټولګې پرتې دي، چې په دې ډول دي:
 بهار روحاني.
ګلزار بوستاني.
مناكب الاوليا
 د ګېلانيانو باغ.
 سيف الاسلام.
 د طالبانو كاروان.
 غيبي خزانه.
پر دې سربېره يې ګڼو سندرغاړو ته هم شعرونه كښلي، چې لاندېنيو هنرمندانو يې شعرونه د ترنم له خوږو سره تر اورېدونكو رسولي دي. لكه ارواښاد عبيدالله، سيد محمد، ولي محمد، اغا محمد، صالح محمد او نورو..
په پخوانيو شاعرانو كې يې مير يحيى ډېر خوښ دى او اكثره د نوموړي ارواښاد شعرونه لولي. په نويو هغو كې يې ارواښاد ګلبويدار د خوښې وړ شاعر دى. كه څه هم زده كړې يې نه دي كړي، خو بيا هم د ښه فهم، ذهن او سليقې خاوند دى. هره خبره په ژوره توګه څېړي او هره پېښه تر هغه وخته څاري، چې سموالى او ناسموالى يې ځان ته نه وي څرګند كړى.
كه په خپل فقيرانه او ملنګانه ژوند كې د سرو او سپينو له نشت سره مخ دى، بيا د هنر له مخې شتمن دى، چې د خپل هر مينه وال ته خپل شعرونه په داسې لهجه او بڼه اوروي، چې د شعر خوند يې دوه چنده كوي. نوموړى د كندهار له ګوتو په شمېر ولسي شاعرانو څخه دى، چې خپل مينه وال لري او دا هم بايد زياته كړو، چې د شعر زيات مينه وال يې نالوستي كسان دي.


په توره شپه پسې رڼا راځي
وروره! په نن پسې سبا راځي
ګرېوان قاضي كړه، خير و شر دې كړه تول
تر زنه وتړه د خپل مرګ مول
د مرګ محصل لكه برېښنا راځي
وروره! په نن پسې سبا راځي

كه شې فراره له وطنه څخه
پر كومه ځې له ځكندنه څخه
احتياط كوه ورځ د جزا راځي
وروره! په نن پسې سبا راځي
عزراييل نه دى ستا په مرګي خبر
بې له فرمانه د الله اكبر
فرمان د پاك الله يكتا راځي
وروره! په نن پسې سبا راځي
بنده عاجزه دى اتاق نه لري
هېڅوك خبر د چا په خاك نه لري
ترڅو چې امر د مولا راځي
وروره! په نن پسې سبا راځي
حقه پياله ده د مرګ راځي په وار
عبدالكريمه! كښېنه په انتظار
نوبت به دې كله رسوا راځي
وروره! په نن پسې سبا راځي.

خبرې
اديبان ولې نه كوي د مردانه خبرې
دواړې غندمه، د هلك و زنانه خبرې
هلك مو زوى دى، يا مو ورور دى، يا مو دى د وطن
و دوى ته پرېږدئ په تاريخ كې دُردانه خبرې
نجلۍ مو لور ده، يا مو خور ده، يا به وي مستوره
په دوى مو چېرې دي پېرزو د بېګانه خبرې
له مجبوري څخه اوبه له ګودرونو راوړي
پر دوى يې ولې جوړوئ ظالمانه خبرې
د مور و پلار په قدر ولې نه پوهېږي اديب
د پخوانو مو ټولې دي، لكه سونه خبرې
د خارجه ښځو پېكى او كاكلان څه كوو
راځئ چې وكړو باوفا عاشقانه خبرې
عبدالكريم رسوا غندمه دا بازي يو و نيم
و كوتاه فكرو ته وايمه فتانه خبرې.

سَتر
له عاشقانو نه مخ ولې معشوقان پټوي
ګلان به څنګه له بوراوو نه ګرېوان پټوي
كه چا قارون ليدلى نه وي درته وايمې راز
چې له شيرين اولاد څخه بابا غران پټوي
د شريعت په حقه لار كې چې لاسونه وهي
هغه جوګې دى، چې په دوو ګوتو اسمان پټوي
تر سر و مال و يار ته تېر يم، روح و دل څه كوم
هغه دې ومري چې له ما څخه جانان پټوي
انوار د رب چې باندې اوري هغه ځاى يادوم
لكه غازيان مجاهدين چې شهيدان پټوي
نه يم خبر چې زما لحد به وي په كوم ولات كې
عبدالكريم رسوا به كوم قهرمانان پټوي.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005