Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-19  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

عبدالكريم عادل

د ارغند دڅپو ژبه (دوهم ) :
عبدالكريم عادل د ملا غلام محمد زوى په 1958م/1337ل كال د پښين په ملاغبرګ كلي كې زېږېدلى دى. خپلې زده كړې يې تر دوولسم ټولګي پورې ترسره كړي او اوس د يوه سرښوونكي په توګه دنده ترسره كوي. د خوښې وړ شاعران يې خوشال بابا، عبدالعلي اخندزاده او ملا عبدالسلام عشېزى دي او په اوسنيو شاعرانو كې يې د تېمورشاه كمال، شفيق العالم معذوريار او خيرمحمد عارف شعرونه خوښېږي. نوموړي تل د دغو شاعرانو له كلام څخه خوند او ګټه اخيستې ده. ده خپله په 1987م كال كې شاعري پيل كړې ده.
د دې تر څنګ په پښين كې د ”پياوړي ليكوال“ ادبي ټولنې غړى هم دى، چې تر ډېره حده يې له دې لارې څخه خپل ادبي رسالت ترسره كړى او كه نور څه نه وي، خپل شعرونه يې خپلو مينه والو ته اورولي او يا يې هم له نورو اورېدلي دي.
د عادل شعرونه ولسي دي، چې د نورو ولسي شاعرانو په شان يې په هنر كې د رښتينولي له ورايه ښكاري. د ولسي شاعرانو دغه رښتينولي د دوى د ژوند په هره برخه كې ښكاري، نو ځكه ولسي ادب له ټګۍ او تكلف څخه پاك ګڼلاى شو. كه چېرې موږ د عاطفې او صداقت انځورونه لټوو، نو په كار ده چې ولسي ادب په غور سره ولولو.
د عادل شعرونه د ترنم او سندرو لپاره ډېر برابر او غوره دي. نو ځكه به د موسيقۍ په مرسته نور شهرت هم خپل كړي، ځكه هغه شعرونه چې د ولس په سويه د ولس لپاره ويل شوي وي، هغه به د ولس په سينو او ذهنونو كې خوندي پاتېږي او تر ډېره وخته پورې به ژوندي وي.


چې مې خداى كړل جل و بل د اقبال ستوري
ځكه نه لري اوس دغه مثال ستوري
د سكون لمحې به زما وي په نصيب كې
چې راخېژي همېشه د وصال ستوري
تاريكي د ژوند بدلې په رڼا شوې
چې روښانه شول د بخت د كمال ستوري
و سپين مخ ته يې نظر په غور وكړه
اوس جانان كړل درته بل د جمال ستوري
ستا و مخ ته ستا د يار به دا ثبوت وي
كه مې كړل په خپل ګرېوان كې سمبال ستوري
نن د فكر پر اسمان باندې زړګيه!
راڅرګند شول زرافشانه د فال ستوري
اى عادله! ستا به سات په دغه تېر شي
حسابه په نيمه شپه كې د خيال ستوري.

شين خالۍ
شوله روانه ګودر ته ما پرونۍ وليده
راته كتله يې ډېر ډېر ما ګلغوټۍ وليده
چېرې يې زه پيدا كړم، دا پر كومه لاړه له ما
اخته په وير شومه زه، ما شين خالۍ وليده
دا پښتنه پېغله وه، څومره ښايسته پېغله وه
چې پرې مين شومه زه، ما خو يې لښتۍ وليده
له خپله بخته ژاړم، له ډېره وخته ژاړم
سينګار يې كړى و دې ما هم ښاپېرۍ وليده.

زخمي
سترګې په كجل وهې، زما زړه به زخمي كړې ته
عطر په كاكل وهې، زما زړه به زخمي كړې ته
شونډې اناري لرې، شونډې دې لالونه دي
سترګې دې اورونه دي، زلفې دې مارونه دي
خال پر تندي تل وهې، زما زړه به زخمي كړې ته
يو وار راته راشه ته، ما ته په خندا شه ته
زما د زړه دوا شه ته، ګرانه راپخلا شه ته
زړه كې مې منګول وهې، زما زړه به زخمي كړې ته
زه مين پر تا يمه، تا ته په ژړا يمه
ته خو راته وګوره، زه په دا سودا يمه
ګل ته په وربل وهې، زما زړه به زخمي كړې ته
ګوره! ما جلا نه كړې، ما غريب تنها نه كړې
زه پر ځان وېرېږمه، ما عادل رسوا نه كړې
نارې د بلبل وهې، زما زړه به زخمي كړې ته.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005