Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-19  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

عبدالله جان ذاكر

دارغند دڅپو ژبه (دوهم) :
عبدالله جان ذاكر د ګلباران زوى په 1965م/1344ل كال په پښين كې زېږېدلى دى. خپلې زده كړې يې په ”ټولنپوهنې څانګه“ كې ترسره كړي او اوس په چمن كې خپله رسمي دنده ترسره كوي. د دې تر څنګ يې له شعر و شاعرۍ سره هم خپله مينه اورنۍ ساتلې ده، چې تر يوې ټولګې شعرونه يې ليكلي دي او لا يې هم ليكل لوستل نه دي پرېښي، چې د همدغې ملاحظې او مشاهدې په بركت به په هنر كې نور پرمختګ او وده هم وكړي.
هغه د استاد الفت خبره: ”شاعر يوازې پرېږدئ، ځكه چې دى د جرګو او مركو سړى نه دى...“ شاعر كه د مجلس او بنډار نه دى، دومره وس او توان لري، چې د ټولنې او وګړو په ټولو رنځونو او دردونو اګاه او پوه وي. د وياړ ځاى دى چې په هره سيمه او كونج كې يو خواخوږى او دردمن شاعر لرو، چې زموږ په دردونو او ويرونو كې راسره شريك دى.
عبدالله جان ذاكر په پښين كې يو داسې شاعر دى، چې په خپل كتار او همزولو كې سيالان او د رقابت خلك لري، خو بايد يادونه وشي، چې د هنر په وده كې سالم رقابتونه غوره ثابتېږي، د دې تر څنګ د باتجربه او سرلارو ليكوالو، شاعرانو او اديبانو هڅونه، دغو اوسنيو ځوانانو ته پراخه حوصله او ځواك وركولاى شي. كه چېرې د سيمې نور مشران د دغو ځوانانو هڅولو ته اقدام وكړي، نو باور دى، چې په دغه شنه او سمسوره سيمه كې به نورې داسې څېرې هم وټوكېږي، چې د وياړ او افتخار ستر باب به جوړ كړي، چې تاريخي بڼه به هم خپلوي. په دې چې د چنګېز ايتماتوف په خبره: ”...تاريخ د خلكو له خوا جوړ شوى، خلك دتاريخ ويښ او كارنده جوړوونكي دي. پر دې بنسټ تاريخ يانې د انسان برخليك، يا هم د ژوند لار چې په خپلې اروا سره يې ډېرې پېچومې وهلې دي“.


ملګرى
وجود مې ستړى ستړى له ارمان سره ملګرى
د فكر پر ټال زانګي، له جهان سره ملګرى
له هغه راسې جدا يم، هى ظالمه! زه له تا نه
باڼو مې تل پر څنګ له چشمان سره ملګرى
پر لار چې ته روان يې هغه ده خطرناكه
راځه راځه چې زه دې كړم له ځان سره ملګرى
پخوا ومه تړلى ستا د زلفو تصور كې
رښتيا چې اوس زه تا كړم، له زلفان سره ملګرى
د مينې په ورېځ كې زه روان په سفر باندې
دې خړو اوبو زه كړم له باران سره ملګرى.

نه دى
كه بې ياره وي بهار، نو بهار نه دى
چې بلبل په كې زهير وي، ګلزار نه دى
هر سړى وايي چې دا بازار به ستر شي
چې ضمير په كې خرڅېږي، بازار نه دى
زه له ياره په نه څه خوابدى نه يم
همېشه كه تلخ ګفتار وي، ګفتار نه دى
له زرګر سره غمي او سره زر ښايي
چې په خاورو سپېره نه وي، خركار نه دى
له پردي سره اوبه وړم په غلبېل كې
خپل چې هرڅو شي ازاره، بېزار نه دى
ما ذاكر ته خو توفيق راكړى تا دى
ځكه زما شعر عنبر دى، انبار نه دى.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005