Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-19  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

عبدالله جان ملتيار

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
عبدالله جان ملتيار د حاجي محمد يعقوب خان زوى په 1361ل كال د كوټې په پښتون باغ نومي كلي كې زېږېدلى دى. له اره د كندهار د سپين بولدك ولسوالۍ د سوركڅ يعقوبخان كلا دى، چې له ډېرې مودې راهيسې په كوټه كې استوګن دى.
فقه، نحو، صرف او نور ديني كتابونه يې لوستلي، د دې تر څنګ يې د حديثونو د لوست يوه وړه دوره هم كړې ده. چې پر دې سربېره يې په بېلابېلو ښوونځيو كې تر دوولسم ټولګي پورې عصري زده كړې هم كړي او اوس هم خپلې خورې- ورې زده كړې پرمخ بيايي. له شعر و ادب سره يې له پخوا څخه مينه وه، دا مينه هغه وخت لا زياته شوه، چې د ده زړه د ښايست په لټون پسې وتپېد او د ښايست مزيو يې د زړه او ذهن ټولې برخې ونيولې، نو ځكه تل د شعر په واسطه د اشنا د جفا او د مينې د جادويي اغېز خبرې كوي او د فطرت په اړخ كې د ښكلا سمندر لټوي.
نوموړى پر خپل شعري استعداد او ځواك ډاډه دى او هيله من دى، چې يوه ورځ د لوړو او نوموتو شاعرانو په ليكه كې ودرېږي او خپل مقام ترلاسه كړي. كه چېرې د ملتيار شعرونه په موسيقۍ كې د سندرغاړو په اوازونو وويل شي، خوند به يې ډېر شي، ځكه د ترنم لپاره ډېر وړ ښكاري. هم يې د الفاظو رواني ښه ده، هم يې جوړښت او موضوع، چې د ټولو طبقو خلك يې مفهوم او مقصد درك كولاى شي. خو ملتيار اوس هم مطالعه او شعري تجربې نه دي پرېښي، بلكې ورځ تر ورځې يې په شعر كې د لا پرمختګ څركونه تر سترګو كېږي. نو ليرې نه ده، چې دى خپل ارمان ته ورسېږي او شعرونه يې په ولس كې مقبول او محبوب شي. دى د شعر تر څنګ ځينې لنډې كيسې هم ليكي، چې شعرونه او لنډې كيسې يې په پالنه، لمبه او ښكلا مجلو كې خپرې شوي، په خپل شعر او لنډو كيسو كې د خپلې سيمې اصلي او سوچه توري كاروي، چې كله كله لوستونكو ته ستونزې پېښوي، ځكه چې مانا به يې له كومه كوي، ټول خلك خو د دوى له سيمه ييزو وييونو او تورو سره اشنا نه دي.

تا
تا چې د وفا او زړه سواندۍ كمبله ونغښتل
ما هم د هوس او د خوښۍ كمبله ونغښتل
لا خو يې سهلي شوپرك خوار وصال نه ولو
لمر پر څركېدو شو، تاريكۍ كمبله ونغښتل
تل كاندي ثاقب د سپېده داغ يوه لمحه ديدن
باك نه شته، كه تا ژر د غوځۍ كمبله ونغښتل
نه راتلې د ګلو پر پالنګ په انتظار ومه
اوس د څرك په پرپك ما شبنمۍ كمبله ونغښتل
ما ويل ستوريز هار به يې راوړمه ستا غاړې ته
راغله توپاني واوره، سپوږمۍ كمبله ونغښتل.


دا چې تل لوڼي سكروټې زما پر لارې
څو تر څو به هسك كوي د ستم چارې
د خوښۍ ليدك يې نه شته زما پر لوري
رانيولې يې وي تل سترګې خونكارې
د هوس ايړه مې لاړه ګردابي شوه
اوس له ډېرې تلولۍ كاږم كوكارې
له ستمه يې كوږك كاږي اهونه
په غمجن ګرځ يې الود لاښونه ګارې
كومالي جامې يې كړې پر ځانو څيرې
خواجه مران ووت وهي دواړه بوغارې
چې به تل مدام د زاغ په پرځونګ و
هغه ښكلى ښكاري باز ولې نه ښكاري
نه به بيا ګلشن ته راشي ښكلي چوڼي
نه به بيا څوك پر چمن ستا لارې څاري.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005