Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-19  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

عبدالله لايق

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
عبدالله لايق د حاجي زين الدين زوى په 1981م/1360ل كال د زابل ولايت، شاه جوى ولسوالۍ په حاجي عبدالرووف نومې كلا كې زېږېدلى دى. په پيل كې يې ديني زده كړې پيل كړې، وروسته يې په شهيد غلام محمدنيازي مدرسه كې داخله واخيسته، پاتې زده كړې يې د كډوالۍ په چاپېريال كې تر اتم ټولګي پورې ترسره كړې، چې اوس هم په خپلو ادبي زده كړو بوخت دى. پر شعر سربېره د خلكو د خدمت مينه وال هم دى او دوى ته چوپړ وهل تر عبادت وروسته د ژوند دويم نوم ګڼي، چې يوه ورځ به د ملت د خدمت لپاره خپلو عملي هڅو ته هم دوام وركړي او پايله خو به يې ځكه ښه وي، چې د خير او ښه كار لپاره ټينګ هوډ او د هوډ لپاره د زړه سپېڅلتيا په كار ده، كله چې په انسان كې دغه ټول توكي پيدا او ځواكمن شول، نو باور دى، چې د كار و زيار لاسته راوړنه به يې ګټوره خېژي.
د ده شاعري هم د همدغه ارمان انځوروونكې ده، د دې تر څنګ يې د مينې خبرې هم كړي، خبرې يې د زړه غږ دى، ځكه سيده زړه ته لار پيدا كوي، شعر يې هر چا ته د فهم وړ دى، ځكه څه چې ورته الهام شوي، هغه يې ليكلي، نه يې تش په ښكلو الفاظو پسې ځان ستړى كړى، نه يې هم يوازې بازاري خبرې رااخيستې دي. بلكې تر ډېره حده يې خپله رښتينولي له خپل هنر سره همغاړې كړې ده، چې همدغه اړخ يې د هنر د ښه والي لويه برخه جوړوي.
ميكولاس اسلوس وايي: ”اخلاقي ارزښتونه او اصول له ټولنيزو اړيكو څخه ليرې نه دي، هغه څوك چې دا اړخ هېر كړي، ټولنې او خپلو هېوادوالو ته صادقانه ليكل نه شي كولاى. بايد په هر هنري اثر كې ټولنيزه جنبه تجربه شي، نه دا چې يوازې يې يادونه وشي“. هغه كس چې خپل صداقت هماغسې اوچت ساتي، له شك پرته چې په ټولنه كې تلپاتى ژوند خپلوي.



ځلانده لمر د خپلواكۍ مو پر اسمان راغلى
بيا مو لمنې ته د ستورو يو كاروان راغلى
له تورو سترګو د خوښۍ اوښكه ګرېوان ته لاړه
نن چې مې زېرى و زړګي ته د جانان راغلى
توره د ظلم مې اوچته كړه په خپلو مټو
بيا پر ظالم باندې د حجر يو توپان راغلى
د يتيم اوښكې شولې پاكې د بڼو له څوكو
چې د محمود غوندې اتل مو پر افغان راغلى
څيرې كميس يعقوب ته زېرى د يوسف وركړلو
چې دې ورك شوى زوى له ځانه د كنعان راغلى
ټال دې ټينګ كړى ملايكو د منګولو پر سر
هغه سور اور پر ابراهيم باندې بوستان راغلى
بيا مو پر شونډو يوه موسكا خوره شوله لايقه!
چې پر وطن باندې رحمت د پاك سبحان راغلى.

ښه و بد په دنيا وينې هوښيار نه شوې
پنځه وخته اذان اورې بيدار نه شوې
بيا په ما ته ملا به څه عبادت وكړې
په موسم كې د ځوانۍ چې پر كار نه شوې
هسې ځان ته د محمد امتي وايې
تعجب دى، چې تر اوسه ترې ځار نه شوې
د دنيا حرص په مخه يې اخيستى
د نېكۍ لپاره چېرې وزګار نه شوې
ستا پر حال افسوس كوي لايق اى ځوانه!
څه سبب دى چې اصلي پرهېزګار نه شوې؟

سيورى
پر سر مو بار دى د زخمونو سيورى
چېرته به وړو د پرهرونو سيورى
موږ د ژوندون په دې اوږده پړاو كې
ځان سره خوښ كړ د غمونو سيورى
ډېرې ځوانۍ به لوګۍ لوګۍ كړي
كه پر موږ خپور و، د جنګونو سيورى
ټولو له ژونده مزې واخيستلې
زموږ په نصيب شو د دردونو سيورى
خود به له يو بل سره نه جوړېږو
منځ كې مو نه شته د غنمو سيورى
نور مو د سوال لپه كې څه راكوې
له موږه واخلې د مرګونو سيورى
خير دى خزان تېر شو سپرلى به راشي
لايقه! راغى د ګلونو سيورى.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005