Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-19  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

عبدالمالك ذهين

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
عبدالمالك ذهين د عبدالولي زوى په 1354ل/1975م كال د پښين په مچان نومي كلي كې زېږېدلى دى. تر دوولسم ټولګي پورې يې هورې زده كړه كړې او اوس د ”پښتو ادبي ستورو“ يو فعال غړى دى. دغه ټولنه د ذهين په شان د هوډياليو ځوانانو له خوا په پښو درول شوې، چې ډېر شهرت او په سيمه كې ځانګړى محبوبيت لري.
ذهين له څو كلونو راهيسې شعر ته مخه كړې ده. كله چې د خپلې ادبي ټولنې په مرسته نور هم وهڅول شو او ادبي ذوق يې نور هم پياوړى شو، نو زياتره يې شعر ته پاملرنه وكړه، چې په خپلو زياترو شعرونو كې يو داستان يا بله كيسه رااخلي، چې په اوسمهالو شاعرانو كې دروېش دُرانى او عبدالباري جهاني دغسې منظوم داستانونه لري او ليكي يې. خو كه چېرې ذهين داسې كيسې او روايتي نكلونه هم نظم كړي، چې يوه جوته او څرګنده پايله وركړي، غوره به وي. ځكه په دې توګه به يې اغېز نور هم زيات شي. هغه هنري برخه به يې نوره هم غښتلې شي.
كه په راروانو كيسو كې له ژور فكر، يا هم لوړ تخيل څخه كار واخيستل شي، ښه به وي. هغه د استاد الفت په وينا: د ژور فكر او لوړ تخيل پايله يوه ده. نو كه په دغو دوو كې هر يوه ته زياته پاملرنه وشي، غوره ده. كه چېرې دى په مثنوي فورم يا چوكاټ كې يو داستان بيان كړي، هم به خپل نظم زيات وغزولاى شي، هم به موضوع په ښه توګه په ښكلو الفاظو او غوره تخيل سره بيان شي، ځكه دغه فورم د نورو په پرتله د موضوعګانو لپاره ډېر ګنجايش او حوصله لري. بله دا چې لرغونو شاعرانو هم د داستانيزو نظمونو لپاره همدغه فورم ټاكه، چې ډېرې بېلګې په لاس كې لرو.
د ذهين د شعر ژبه روانه او د فهم وړ ده، تغزلي شاعري يې هم ښه ده، د حُسن خبرې يې هم كړي او له بېلتون څخه يې وير هم كړى دى. د طبيعت او فطرت د ښكلا سندره يې هم ويلې او انساني نفسياتو ته يې ژوره كتنه كړې ده. ذهين به د خپل ذهين ذهن په ملتيا نوره وده هم وكړي او شعر به يې نور هم هنري شي، شرط يې دا دى چې خوارۍ وګالي، مطالعه وكړي او رياضت پرې نه ږدي.


غټ و، پهلوان و، په خبر ومه
هسې په غېږ ورغلم، كمتر ومه
ډېر صفت يې كړى راته خلكو و
ځكه يې ليدو ته منتظر ومه
مار و د لستوڼي، باندې پوه چې شوم
داغ يې له چيچلو پر ځيګر ومه
بس مقابله مې سره ونښته
زه لاس په دعا د مور پر سر ومه
وار مې د وفا او د اخلاص ووت
دود مې كړل سكاره، واى زېر زبر ومه
څوك چې د ادب مقابلې ته تلو
زه ذهين هغو لره نوكر ومه.

د زړه حال
حال د زړه چا ته ښكاره كړم
نه مې خپل شته، نه پردى
شوم له ګورمه لېونى

چې پيدا دې كړم باداره!
كرم وكړه پر ما خواره
په كرار كرار سوځېږم
ځي له خولې مې تور لوګى
شوم له ګورمه لېونى

دا اغزي اغزي وختونه
تېروم په كې كلونه
لاس و پښې مې دواړه غوڅ شول
لګوم په كې تندى
شوم له ګورمه لېونى

چا ته غم د زړه عيان كړم
چا ته څيرې خپل ګرېوان كړم
باور څوك راباندې نه كړي
اجنبي يم يو سړى
شوم له ګورمه لېونى

اى ذهينه! سزاوار شوې
كه تندرست شوې، كه بيمار شوې
ورځ له غمه خالي نه شته
كه څه مړ يم، كه ژوندى
شوم له ګورمه لېونى.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005