دراغند دڅپو ژبه (دوهم ) :
ښاغلى عبدالمالك همت خپل ځان داسې راپېژني:
”زما نوم عبدالمالك، تخلص مې همت، د ارواښاد مولوي عبدالرزاق زوى، په 1322ل كال د كندهار په سوزني نومې سيمه كې زېږېدلى يم. په مروجو اسلامي او ټولنيزو علومو كې مې ځاني زده كړې كړې دي. د روزګان، فراه او هلمند ولايتونو د محاكمو په رياستونو كې مې د اداري مدير او همداراز مې په هلمند ولايت كې د حقوقو د مدير، بيا مې د باختر اژانس د استازي او بيا مې په كابل كې د باختر اژانس د خبريال په توګه دندې ترسره كړې دي.
د نجيب د واكمنۍ په لومړيو كې، چې له هېواده وتلو ته اړ شوم، لومړى پاكستان او بيا له هغه ځايه هندوستان ته كډه شوم. كله چې لا طالبان پر كابل نه وو واكمن شوي، تر اوږدې كډوالۍ وروسته كندهار ته راغلم او تر اوسه پورې په كې اوسېږم.
له سياست، ډلو ټپلو، پرديو غليمانو او پرديپالو څخه مې بد راځي. څنګه چې زما د نظمونو په ټولګه كې د كړېدلي ولس او نړېدلي هېواد حال لږ څه ويل شوى، زياتره زما او زما د هېوادوالو ننګېرنې او اندود په كې څرګند شوى، نو ځكه مې ټولو ته شعري بڼه وركړه او غواړم اوس يې خپلو نورو هېوادوالو ته وړاندې كړم“
بايد وويل شي چې ښاغلي همت ګڼ شمېر ليكنې هم كړي او په بېلابېلو خپرونو كې خپرې شوې دي. همداراز يې د سيد جمال الدين افغان د اند و ژوند، د دې تر څنګ د شېرشاه سوري په هكله هم يو كتاب ژباړلى، چې چاپ شوى دى، بل كتاب يې د غوره اخلاقو په نامه ليكلى، چې لا د چاپ لار څاري. د ”همت چيغه“ نومې شعري ټولګه يې په 2002م كال كال كې خپره شوه، چې په همدې كال كې يې د سيد جمال الدين افغان اند و ژوند نومى ژباړل شوى كتاب هم په كوټه كې خپور شو. چې «زموږ د قبلې تاريخ» كتاب يې هم په 2004م كال كې خپور شوى. په ځينو نورو برخو كې د كتابونو په ليكلو بوخت دى.
د همت شعرونه هم د ځينو نورو پياوړو شاعرانو او ليكوالو غوندې خپله ځانګړنه لري، زياتره يې هڅه كړې ده، چې خپل تصور په كې انځور او د خپل زړه بړاس په كې وباسي. د شعريت ټاكنه خو به يې لوستونكي په خپله وكړي.
كابل ښار
اوس په دې ښار كې څه بوى د ګلو نه شته
هلته بوى دى، د باروتو او د مينې
د شرابو خُمان مات شول، ساقيان غلي
ميخانې شولې په سرو وينو رنګينې
ارغوان پر ځنګانه باندې سر ايښى
باندې اوري د جګړې ږلۍ ويرجنې
سرو او تورو بلاګانو چې لاس وركړ
ښاپېرۍ نور لاس پر سر شولې له مينې
كه مين كه نامين وو، سره بېل شول
پر سر ووهل شوې مستې كبرجنې
پخوانۍ وينې لا نه وې وچې شوې
چې بيا نوې وينې مينځي دغه وينې
كربلا اوس پر كابل ده جوړه شوې
يزيديان پرې چلوي وسلې سنګينې.
كاشكې
كاشكې نه واى دې ستر بڼ كې
وچ كُردونه، وچې ونې
هره ونه مېوه پُره
او هر كُرد ډك واى له ګلو
هره خوا رڼې اوبه واى
انځورونه زړه راكښونكي
چوړهار واى د بلبلو
شرهار د ابشارونو
هره خوايې واى سمسوره
په ښايسته ونو ښايسته واى
په كې رنګ په رنګ مېوې واى
په كې هر رنګه ګلان واى
نه واښه واى، نه اغزيان
تل تر تله پسرلى واى
نه واى سوړ باد د خزان
دا زموږ د پولې ونې
هم ښېرازې زرغونې واى
په ښايسته ګلو ښايستې واى
او مېوې يې ښې خوږې واى
هره خوا نشه- نشه واى
د مستيو ننداره واى
نه بېلتون نه غمازان واى
ورك ځانمني حريفان واى
د هجران د شپې سهار واى
د مستۍ او رندۍ وار واى
وصلتونه په شپه نه واى
په رڼه ورځ دغه چار واى
خوندور ږغ د رباب واى
د ناصح زړګى كباب واى
د الفت په سپينو پرښو
هر يو ګل اوبه اوبه واى
په وږمه د سباوون بيا
د نرګسو وچ لېمه واى.
ېوني زړګي ته!
زړګيه! بيا درپېښه شوې څه ده؟
لكه چې بيا مخ پر پردي كور نيسې
تا خو بلبل غوندې چغارې كړلې
په خپله دغه ښكلې مېنه پسې
اوس څه درپېښه ده، چې خداى تې پرېږدې
لكه چې جهل درته ماتې دركړه
لكه چې وډار شوې په دې تيارو كې
درته ښكاره شو ځان يوازې دلته
چا ته دې زړه لكه چې تش نه كړاى شو؟
د زړه خواله درسره چا ونه كړه؟
ها چې په هيله يې ته راغلې دلته
هغه دې څنګه توكي وليدله؟
لكه چې هغسې دې ونه موندل
كوم چې يې تا په هكله فكر كاوه
اى لېونى زړګيه! ډېر ساده يې
بس كه دا خيال دې وباسه له سره
چې پرې مين يې دا وفا نه لري
جفا يې كړې ده، له ډېرو سره
دلته د خپل او پردي تورو لاسو
د جهالت او د وحشت په مرسته
هسې سېلاب د بدمرغۍ راوستى
چې ستا په څېر يې نېزه وړي دي، ډېر.
1374_ليندۍ_3ل كال- كندهار