Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

استاد عبدالرووف بېنوا

زوکړه ، زده کړه ، دندي ، مړينه او ځوځات

فاضل استاد عبدالرووف بېنوا د افغانستان له څو ګوتو په شمار نوميالو پوهانوڅخه يو نوميالی دی چي افغاني ادب  او ژبي ته ئې څه کم اويا درانه او علمي کتابونه په ميرات  پريښودل او تر ډيري زمانې پوري به دده له څېړنو او پنځوونو څخه د ادب مينه وال ګټه او خوند اخلي ، ارواښاد  د مرګ تر اخيري سلګۍ پوري د کتاب او قلم سره خپله ليونۍ مينه روانه وساتل او دمرګ پر بيستر لا هم د يو اثر په ليکلو بوخت و .  دکاييناتو لوي خالق پرده خپل خدايي استعداد لورولی و او دده په خټه کي ئې د ليکلو او لوستلو مينه اخښلې وه ، له همدې وجي  ده په خپل ډير کوچنيوالي کي زيات ديني علوم ولوستل او لا ځوانکی طالب وچي د شعر سره ئې  يارانه ټنګه کړه او وده ئې پسي ورکړه ، چي بالاخره د افغانستان د ادبياتو پر اسمان هغه نه پنا کېدونکی ستوری سو چي رڼا به ئې تل ددغي سپېرې او خوار ځواکي خاوري پر تياره ټتر لمر غوندي ځليږي .

که علامه سيد جمال الدين افغاني نړيوالو د شرق نابغه سياست پوه ګڼی ، نو علامه حبيبي هم د شرق لوی مورخ او محقيق ګڼل کيدی، استاد الفت هم د شرق لوی اومتکبر ليکوال بلل کيږي ، او علامه رشاد هم د شرق لوی څيړونګی او جغرافيه ليکوال بلل کيږي  د همدي وياړونو او هستيو په لړ کي استاد بېنوا هم دشرق هغه نوښتګر شاعر او مورخ بللای شو چي په خپل وخت کي ئې هم په پښتو شعر او هم په نثر کي دا سي انقلاب او پاچون راوستی چي د کلونو_ کلونو بيده ماغزونه ئې راوخوځول او دبري د معراج لاره ئې ورپه نښه کړل

 پېړۍ واوښتې خو خلګ لا بيــــــــــده دي
ويښـول ئې ډيرکـــــــــــلونه زحمت غواړي
په ړندو سترګو داور پر خوا وردرومي
دا کم بخــــــــــــــــــــته لانشه د جنت غواړي

هو! ريشتيا هم زموږ خلګ له پېړيو_ پېړيو راهيسي په درانه خوب ويده دي او بويه کله به له دغه درانه خوبه راويښيږي ، خو فاضل استاد بېنوا ډيره هڅه کوله چي په خپلو بوږونګو شعرونو او نثرونو خلګ له خوبه راويښ کاندي او ﻻره وروښوي چي په دې کار کي تر يو بريده بريالی هم سو خوژوند وفا ورسره ونه کړله او دې ئې خپله په درانه خوب ويده کړ.

فاضل استاد عبدالرووف بېنوا ته دده لوړ استعداد له خپلي درنې اوعلمي کورنۍ څخه په ميرات پاته سوی و ، دده لوی نيکه ملاګلاب اخوند دوخت لوی ديني عالم و، ورپسې د هغه زوی ملا ګلستان اخوند هم عالم ؤ، د هغه  زوی او د بېنوا صاحب نيکه علامه عبدالحق اخوندزاده هم د خپل وخت لوی عالم او مفتي و ، بيا د بېنوا صاحب پلار مفتي عبدالله د هغه وخت لوی مفتي و او داستاد بېنوا ورور مولوي عبدالکريم حقاني د ٥٣ کتابونو مولف و ، نو دهمدغو مشرانو برکت و  چي په استاد بېنوا کي هم خپور شو او نه يوازي يو عالم بلکې دهيواد لوی اديب، محقيق او سياست پوه وګڼل شو . 

زوګړه :

فاضل استاد عبدالرووف بېنوا د مفتي عبدالله چي په کندهار کي په د ( مفتي عبده )په نوم شهرت لري زوی او دمولوي عبدالحق اخندزاده چي په کندهار کي ئې استاد کُل باله لمسئ دی ، دوی له آره دکندهار دمعروف له عليزو څخه دي چي بيا ددوی لوی نيکه ملاګلاب اخند دهلمندولايت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته د موسی کلا په سربينه کي چي اوس ډير خلګ ورته په اصطلاحي ډول سربېښه وائې ، مړ او ښخ دی . خو د ملاګلاب اخند لمسی مولوي عبالحق اخندزاده شل کلن و چي له موسی کلا څخه بيرته کندهار ته راغلی او دکندهار ښار له خرقې شريفي سره نژدې ئې د سيد حسن خان په کوڅه کي واړول ، همدغه و چي فاضل استاد بېنوا هم په کال ١٢٩٢ لمريزکي د وږي پر لومړۍ نېټه چي د١٣٣٢ سپوږميز  او ١٩١٣ مېلادي د اګست د ٢٣ مي سره سمون لري په همدغه کاله  ( سيد حسن خان کوڅه ) کي په دغه منوره او عالمه کورنۍ کي وزېږېدی او همدلته لوی شو ـ ( ١) ـ

د بينوا زده کړي :

لکه چي وړاندي مو وويل چي ددوی يو عالمه کورنۍ وه نو ځکه ئې مشرانو  غوښتل  چي استاد بېنوا هم ديني زده کړي وکړي ، همدغه د کورنۍ غوښتنه وه چي فاضل استاد بېنوا د قران کريم تر زده کړي ورسته د افغانستان د لوی عالم او خپل ورور مولوي عبدالکريم حقاني تر استادۍ لاندي خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او عربي صرف او نحو يې تر اعلی درجې پوري زده کړل بيا ېې فقه ولوستل چي مولوي ترې جوړ سو، تر دغو زده کړو وروسته ئې ادبي ډګر ته را ودانګل او په شعر ليکلو يې پېل وکړ چي لومړني شعرونه ئې د کندهار په طلوع افغان کي خپريدل ،  بيا په همدغه تانده ځواني کي کابل ته ولاړ ی او د خپل ورور مولوي حقاني کره اوسېدی ، په همدغه وخت کي يې خپلو نور زده کړو ته دوام ورکړ او عربي ادبيات يې په شخصي توګه زده کړل ، بديع ،بيان او ګرامر يې په داسي توګه زده کړل چي بيا يې څو کاله وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځۍ کي همدغه د ژبپوهني څانګه وټاکل او ددرسي نوټونو يوه علمي پانګه ( ادبي فنون ) يې دابياتو زده کونکوته په ميرات پرېښوول ، په دغه وخت کي يې  پاړسي ژبه هم زده کړې وه او اردو ژبه يې هم د ليکلو او لوستلو تر ټکه رسولې وه . بيا يې انګريزي ته ملا وتړل چي وروسته ئې ډيري ژباړي له دغي ژبي څخه  کړيدي . 

دلته موږ د استاد بېنوا استعداد او ځيراکت ښه ترا معلوميږي چي په ډيره نوې ځواني کي يې عربي ، اردو ، پاړسي او انګريزي ژبي زده کړي وې او په هغو کي د پوره مطالعې څښتن و ـ ( ٢ ) ـ

 رسمي دندي :

فاضل استاد بېنوا  د ادبي يون تر څنګ  په دولتي اورګانو کي هم  ډيري مهمي رسمي دندي اجرا کړي دي ، چي ارواښاد يې په خپل قلم داسي بيانوي :چي

 ١ ـ  د کابل د ادبي انجمن غړی                                                  ١٣١٨ لمريز = ١٩٣٩ م

٢ ـ د کابل د ادبي انجمن د نشراتو مرستيال                                   ١٣٩١ لمريز = ١٩٤٠ م

٣ ـ د پښتو ټولني د صحافت  مدير                                              ١٣١٩ لمريز = ١٩٤٠ م

٤ ـ دکابل مجلې مدير                                                                ١٣٢٠ لمريز = ١٩٤١ م

٥ ـ  د مطبوعاتو د رياست د نشراتو مرستيال                                 ١٣٢٠ لمريز = ١٩٤١ م

٦ ـ د پښتو ټولني مرستيال                                                         ١٣٢٣ لمريز = ١٩٤٤م

٧ ـ د پښتو ټولني عمومي مدير                                                    ١٣٢٥ لمريز = ١٩٤٦ م 

٨ ـ د تاريخ د انجمن غړی                                                           ١٣٣٠ لمريز = ١٩٥١

٩ ـ د مطبوعاتو د رياست د داخلي نشراتو عمومي مدير                   ١٣٣١ لمريز = ١٩٥٢ م

١٠ ـ  په ډهلي کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار           ١٣٣١ لمريز = ١٩٥٣ م

١١ ـ دکابل راډيو ريس                                                              ١٣٣٥ لمريز = ١٩٥٦ م

  ١٢ـ د افغانستان او هند د دوستی دانجمن غړی                           ١٣٣٦ لمريز = ١٩٥٨ م

١٣ ـ د افغانستان او شوروي د دوستی د انجمن غړی                     ١٣٣٩ لمريز = ١٩٦٠ م

١٤ ـ په قاهره کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار           ١٣٤٢ لمريز = ١٩٦٣ م

١٥ ـ د افغانستان راډيو ريس                                                      ١٣٤٤ لمريز = ١٩٦٥ م

١٦ـ د قبايلو د مستقل رياست مرستيال                                        ١٣٤٥ لمريز = ١٩٦٦ م

 ١٧ـ د اطلاعاتو او کلتور وزير                                                   ١٣٤٦ لمريز = ١٩٦٧ م

١٨ ـ د اولسي جرګې وکيل                                                         ١٣٤٨ لمريز = ١٩٦٩ م

١٩ ـ د پښتو د بين المللي تحقيقاتو د مرکز اجير غړی                      ١٣٧٥ لمريز = ١٩٧٨ م

٢٠ـ د افغانستان اکاډمۍ اچير غړی                                            ١٣٥٧ لمريز = ١٩٧٩ م

٢١ ـ دصدارت  مشاور د فوق رتبه په حېث                                    ١٣٥٨ لمريز = ١٩٨٠م

٢٢ ـ په ليبيا  کي د افغانستان سفارت                                          ١٣٥٨ لمريز =  ١٩٨٠م ـ( ٣ ) ـ

فاضل استاد ارواښاد بېنوا په همدې کال تقاعد شو ـ چي وروسته ئې په ١٣٦٢ لمريز = ١٩٨٤ م کال کي د امريکا په متحده ايالاتو کي سياسي پناه واخيستل ، او يو کال وروسته يعني په ١٣٦٣ لمريز کال  د جدي پر ٢١ مه نېټه چي د ١٩٨٥ ميلادي کال د جنوري د ١١ مي نېټې سره سمون خوري  د جمعي په مبارکه ورځ د هغي ناروغي څخه چي ورپېښه وه له دې فاني دنيا څخه مخه ښه وکړه او خپل ابدي ژوندون ته ستون شو

انالله و انا اليه راجعون

د يادولو وړ ده  چي :
د فاضل  استاد بېنوا مړی د وخت د بېغورو واکمنانو د بېغورۍ له کبله په پردۍ خاوره (د امريکا د متحده ايالاتو د نيو جرسي په ايالت کي) خاورو ته  وسپارل شو، د هغه وخته بيا  تر ننه پوري  په افغانانو کي داسي څوک نه سو پېدا چي زموږ دا ملي او تاريخي ناموس دي د پردئ خاوري څخه راوړي او د افغانستان په سپېڅلې خاوره کي دي خوندي کي په دومره خواشنۍ سره چي نور يې په زړه کي تم ځاۍ  نه وي ، بايد ووايم چي فاضل استاد بېنوا  خپل ټول عمر د همدي اولس په چوپړ کي تېر کړ خو نن دا د همدې اولس وفا ده چي د هغه مړی ( د افغانانو تاريخ ) په پردي ملك کي پروت دی.

د فاضل استاد ارواښاد عبدالرووف بېنوا دهديرې  پته دا ده :

 ROSE HILL CEMETERY  ASSOCIATION
P.O. BOX # 72   ROUTE :1
LINDEN, NEW JERSEY 07036 USA

او په همدې هديره کي  د ارواښاد بېنوا د قبر پته دا ده  :

SECTION      64     ISLAMIC
ROW # 7       /    GRAVE # 5

دبېنوا ځوځات :
فاضل استاد بېنوا دوې مېرمني درلودې چي له مشري ميرمني څخه ئې يو زوی د عبدالقدوس په نامه درلودی خو هغه هم د استاد بېنوا په ژوند کي وفات شو او کورنۍ يې اوس هم په مشرقي کي پاته ده ـ او زما په غالب ګومان دده ( عبدالقدوس ) زوی او د استاد بېنوا لمسی اوس هم د عبدالله بېنوا په نوم په مشرقي کي اوسيږي ، د استاد له بلي ميرمني څخه درې زامن او درې لوڼي پاته دي چي مشر زوی يې هيواد ، منځوی يې خوشحال او کشری يې پروټ نوميږي او اوس ټوله د امريکا په متحده ايالاتو کي ژوند کوي ،د استاد د دوهمي او کشري ميرمني څخه يې مشره لور د ارواښاد محمد اعظم ايازي د زوی ډاکټر عبدالفتاح ايازي مېرمن ده ، منځوۍ لور يې د غلام محمد غبار د زوی خليل غبار مېرمن ده او کشرۍ يې لا اوس هم د امريکا په متحده ايالاتو کي په لوړو زده کړو بوخته ده .ـ ( ٤ )ـ

د استاد عبدالرووف بېنوا د اثارو نيو ليك
 ١ ـ پښتو کيلي 
  دا اثر ډير خلګ په کلي وايي خو دا کلی نه ، بلکې کيلي ده چي د څلورم جلد لومړی ټوک ئې په ١٣٢٠ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا ددرسي کتاب په ډول چاپ شو
  ٢ ـ پردېس
  داد علامه اقبال د "مسافر " نومي منظوم کتاب منظومه ژباړه ده چي د ١٣٢١ لمريز کال د انيس په ورځپاڼه کي خپره شوې ده
  ٣ ـ پښتو د شاهانو په دربار کي
  دا پښتو رساله ده چي د ١٣٢٢ لمريز کال په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده
  ٤ ـ باغونه 
  دا د ټاګور دنثري اشعارو د ټولګي ژباړه ده ، چي په ١٩٤١ ع کال کي په طلوع افغان کي په پرله پسې ډول چاپ شوې ده 
  ٥ ـ د ميني مينه 
  دا د شعرونو ټولګه ده چي په ١٩٤١ ع کال کي چاپ شوې ده 
  ٦ ـ پښتنې مېرمني 
  دا کتاب د پښتني مېرمنو تذکره ده چي تر اسلام وړاندي او بيا تر اوسه پوري د پښتني مېرمنو يادونه او پېژنده پکښي راغلې ده ، دا کتاب په ١٣٢٣ لمريز کال کي د مطبوعاتو د رياست له لوري چاپ شوی دی 
  ٧ ـ د هوتکو په دوره کي پښتو 
  دا وړه رساله ده چي د هوتکو مشرانو اوشاعرانو پښتو ته پاملرنه پکښي ستايل شوې ده، دا رساله د١٣٢٤ لمريز کال دوري دمياشتي دکابل په مجله کي خپره شوې ده . 
  ٨ ـ طوق لعنت
  يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٤ لمريز کال کي ئې د مطبوعاتو جايزه وړې ده
  ٩ ـ ميرويس نيکه
  و پښتو دملي قايد ميرويس نيکه دژوند حالات او د کارنامو يادونه ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري دکتاب په شکل چاپ شوی دی
  ١٠ ـ اريايي ، پارسي، پښتو مرثيې او ويرني 
  دا رساله د١٣٢٥_١٣٢٦ لمريز کلونو په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده
  ١١ ـ د غنمو وږی
  دا يوه تاريخي منظومه رساله ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړېده 
  ١٢ ـ د پير محمد کاکړ دديوان، تدوين، تصحيح، او مقابله
  دا کتاب په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له خوا چاپ شوې دی او دوهم ځل په دانژدې وختونو کي دصحاف نشراتي موسسې له خوا په نوې بڼه چاپ شوی او حبيب الله رفيع يوه خونده وره سريزه پر کښلې ده 
 ١٣ ـ چند اهنګ ملي 
 په پاړسي ژبه دپښتو دڅو موسيقي ږغونو او ملي سندرو شرح ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دکابل په کالنۍ کي اوبيادکابل راډيو له لوري په مستقل ډول چاپ سوی دی
 ١٤ ـ ادبي فنون 
 دا کتاب دهغو درسونو ټولګه ده چي استاد بېنوا دادبياتو دپوهنځی دپرانيستلو په لومړي کال د هغه پوهنځي د لومړي ټولګي ته ورښوولی و، دا کتاب په ١٣٢٦ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ سوی دی 
 ١٥ ـ ويښ زلميان 
 داد هيواد دځينو ويښو زلميانو دمضامينو او شعرونو ټولګه ده چي داستاد بېنوا په زيار او اهتمام په ١٣٢٦ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري چاپ شوې ده
 ١٦ ـ د دار مستتر پښتو څېړني 
 دا کتاب فرانسوي مستشرق ( جيمس دارمستتر) په فرانسوي ليکلی چي سيد قاسم خان ريښتيا په پارسي ژباړلی او علامه عبدالحي حبيبي او استاد بېنوا په پښتو اړولی او په ١٣٢٦ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی 
 ١٧ ـ صداي وطن 
 يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٦ لمريز کال کي دتاليف څلورمه جايزه وړې ده
 ١٨ ـ د رحمان بابا د دېوان تدوين ، تصحيح
 په ( نوي ډول ) تصحيح او مقابله د استاد بېنوا ، دا دېوان په ١٣٢٨ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی 
 ١٩ ـ خوشحال خان خټك څه وايي ؟ 
 دا کتاب يو وار دهند په بمبيي کي غلام حسن خان ساپي په مرسته چاپ سوی و خو چي دپاکستان له لاري افغانستان ته راوړل کېدی نود پاکستان حکومت ظبط کړ ، مګر په ١٣٢٩ لمريز کال کي دمطبوعاتو مستقل رياست بيرته چاپ کړ 
 ٢٠ ـ نظري به پښتونستان
 په پاړسي ژبه يوه رساله ده چي د ١٣٢٩ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او بيا ځانته په مستقل ډول چاپ سوه 
 ٢١ ـ پښتونستان 
 په ٤٨٠ مخونو کي دپښتونستان زاړه نومونه او ...... په مفصل ډول ليکل سوي دي چي په ١٣٣٠ لمريز کال کي د انيس په ورځپاڼه او بيا دمستقل کتاب په شکل د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا خپور شو 
 ٢٢ ـ ليډران امروزي پښتونستان 
 داد پښتونستان د ځينو مشرانو او ليډرانو لنډه پېژندګلوي ده چي د ١٣٣١ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او هم ځانته درسالې په ډول چاپ شوې ده 
 ٢٣ ـ د کاظم خان شيدا ديوان 
 تدوين ، تصحيح ، او مقابله چي په ١٣٣٣ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ شوی دی
 ٢٤ ـ هوتکي ها 
 دهوتکو د دورې مفصل حالات او پېښي دي ، دا کتاب په پاړسي څبه ليکل شوی دی او د افغانستان دتاريخ ټولني له لوري په ١٣٣٥ لمريز کال کي چاپ سوی دی 
 ٢٥ ـ پريشانه افکار 
 دا د استاد بېنوا دبېلابېلو اشعارو يوه برخه ده چي د ټولګي په شکل په ١٣٣٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړې ده 
 ٢٦ ـ دګيتانجلې ژباړه 
 دا اثر د هند دنوميالي اديب او فيلسوف رابنډرانات ټاګور د ګيتانجلي پښتو ژباړه ده چي هم انيس په ورځپاڼه کي پرله پسې خپره سوې او هم ځانته دمستقل اثر په ډول په ١٣٣٦ لمريز کال کي دکابل دنشراتي څانګي له خوا چاپ سوی دی او دوهم ځل لپاره په ١٣٥٤ لمريز کال کي بيا چاپ سوی او فاضل استاد اکاډيميسن پوهاند رشاد صاحب په ١٠٣ مخونو کي يوه مغتنمه او علمي سريزه پر کښلې ده چي په لومړي ځل د استاد بېنوا دپېژندګلوۍ په اړه علمي مالومات لري او ښاغلي عبدالغفور روان فرهادي ېې په ډيره سپين سترګې مقدمه نه ، بلکې بېنوا نامه بولي 
 ٢٧ ـ برګ سبز 
 په پاړسي جبه يو طنزيه اثر دی چي په ١٣٣٦ لمريز کال کي ئې دتالف دوهمه درجه جايزه وړې ده
 ٢٨ ـ لنډۍ 
 يو شمير منتخبي لنډۍ له پاړسي او انګريزي ژباړي سره يوځای په ١٣٣٧ لمريزکال کي د کابل راډيو له خوا په مصورډول په١٧٦ مخونو کي چاپ شوي دي او د انګريزي ژباړه ئې ښاغلي شريفي کړې ده 
 ٢٩ ـ خوشحال او پسرلی 
 په دې اثر کي د خوشحال خان پسرلني او رندانه شعرونه را غونډ سوي دي او په ١٣٣٧ لمريز کال کي د کابل راډيو د پښتون ږغ مجلې له خوا چاپ سوي دي 
 ٣٠ ـ پاچا خان 
 دا کتاب ښاغلي فارغ بخاري په اردو ژبه د عبدالغفار خان دفعاليتونو په باب ليکلی چي استاد بېنوا له اردو څخه پاړسي ته ژباړلئ دی او د١٣٣٨ لمريز کال دانيس په ورځپاڼه کي پرله پسې خپور شوی دی 
 ٣١ ـ د زړه خواله 
 دا کتاب د يو لړ ليکونو ټولګه ده چي په هنري ډول يې خپل خيالي ملګري ته ليکلې دي دا کتاب د١٣٣٨ لمريز کال د اصلاح په ورځپاڼه کي پرله پسې خپور سوی او په ١٣٤١ لمريز کال د مطبو عاتو مستقل رياست له خوا چاپ سوی دی
 ٣٢ ـ پښتو قرائت 
 دپوهني دوزارت په غوښتنه د ښونځيو دلسم ټولګي لپاره ليکل سوی دی او په ١٣٣٩ لمريز کال کي چاپ سوی دی 
 ٣٣ ـ زوړ ګنهګار 
 يوه پښتو ډرامه ده چي د کندهار په پوهنه ننداره کي تمثيل سوې او بيا کابل راډيو په پښتون ږغ مجله کي پرله پسې خپره سوې ده 
 ٣٤ ـ کار بر اصل
 يوه ټولنيزه او تنقيدي ډرامه ده چي په پاړسي جبه ليکل سوې اود کابل په پوهنه ننداره کي تمثيل سوې ده
 ٣٥ـ اشتباه 
 دا هم يوه ټولنيزه ډرامه ده چي د کابل دجشن په صحنه کي تمثل سوې ده
 ٣٦ ـ اشيانه عقاب 
 يو تاريخي او حماسي ډرامه ده چي د کابل په پوهني ننداره کي تمثيل شوې ده 
 ٣٧ـ زرنګ 
 په پاړسي ژبه يو راډيويي ډرام دی چي په کابل راډيو کي تمثيل سوې دی
 ٣٨ ـ حکومت بېدار است 
 دا هم يو پاړسي ډرام دی چي په کابل راډيو کي تمثيل او پښتون ږغ مجله کي چاپ سوی دی
 ٣٩ ـ د چين سفر نامه 
 دا کتاب فاضل استاد بېنوا په ١٣٣٦ لمريز کال کي ليکلی دی چي د دووسوو مخونو په شاوخوا کي و او په دغه سفر کي شهيد داود خان د خپل وخت صدراعظم هم ورسره مل و نو ځکه ئې په ١٣٥٥ لمريز کال کي تر چاپ وړاندي هغه ته ورکړ تر څو د هغه تر نظر هم تير سي خو د هغه له شهادت سره دغه اثر هم د هغه په کور کي تريتم شو 
 ٤٠ ـ اوسني ليکوال 
 ددې اثر لومړی ټوک په ١٣٤١ لمريز کال کي په ٥٤٤ مخونو کي د مطبوعاتو د مستقل رياست د کورنيو خپرونو د لوي مديريت له خوا په دولتي مطبوعه کي چاپ شو 
 ٤١ ـ اوسني ليکوال 
 دوهم ټوک ، په ١٣٤١ لمريز کال کي د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا په ٤٢٤ مخونو کي خپور سوی دی 
 ٤٢ـ افغانستان اليوم 
 ارواښاد استاد بېنوا په عربي ژبه ښه پوهيدی اوپه دغه ژبه ئې اثرکښلی اوچاپ کړی دی افغانستان اليوم د بېنواهغه اثردی چي په ١٣٤٢ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی 
 ٤٣ ـ اربعين حقيقة عن افغانستان
 دا اثر هم په عربي ژبه ليکل شوی دی او په ١٣٤٣ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی، استاد په دغه وخت کي په قاهره کي دافغاني سفارت مطبوعاتي مستشار و 
 ٤٤ ـ آ ثار افغانستان
 دا اثر هم په عربي ژبه د استاد بېنوا په زيار په ١٣٤٣ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی او ټول کتاب ٩٦ مخونه لري 
 ٤٥ ـ المراة افغانية 
 دا اثر په عربي ژبه په ١٣٤٣ لمريز کال کي د استاد بېنوا له خوا په قاهره کي چاپ شوی دی 
 ٤٦ ـ هديالعام جديد 
 دا يو تقويم دی چي په ١٣٤٥ لمريز کال کي د استاد بېنوا له خوا په قاهره کي چاپ شوی دی 
 ٤٧ـ اوسني ليکوال 
 دريم ټوك ، دغه اثر په ٥٤١ مخونو کي د مطبوعاتو د مستقل رياست له خوا په ١٣٤٦ لمريز کال کي چاپ شوی دی
 ٤٨ ـ د معمر القذافي د مشهور شين کتاب ژباړه 
 په ريو ټوکونو کي ولسي واک، دخلګو ديموکراسي او ټولنيز اقتصادي سيسټم
 ٤٩ ـ ښه شپه 
 د استاد بېنوا يو وړ اثر دی چي د نيکمرغه خاندان ژوند پکښي تمثيل دی 
 ٥٠ ـ د افغانستان نوميالي 
  د ا دفاضل استاد بېنوا هغه اثر دئ چي تر اوسه ئې څلور ټوکه چاپ شوي دي اومړی ټوک ئې په ١٣٥٣ لمريز کال کي ، دوهم ټوک ئې په ١٣٥٣ لمريز کال کي ، دريم ټوک ئې په ١٣٥٦ لمريز کال او څلورم ټوک ئې په ١٣٥٩ لمريز کال کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا چاپ شوی دی دغه اثر تر څلورم ټوک پوري د ( ج ) تر توري پوري چاپ شوی دی ، خو دا د ( ي ) تر رديف پوري په لس ټوکه کي کښل شوی دی او پاته ښپږ ټوکه ئې د فاضل استاد رشاد صاحب سره ناچاپ پراته دي 
  ٥١ ـ نېټه ليک ياداښتونه يا د افغانستان تاريخي پيښي
  دا داستاد بېنوا بل اثر دئ چي په دوه ټوکونو کي ئې ليکلی دی او د کابل پوهنتون له لوري خپور شوی دی لومړی ټوک ئې په ١٣٥٤ لمريز کال او دوهم ټوک ئې په ١٣٥٨ لمريز کال کي خپور شوی دی 
 ٥٢ ـ خوشحال خان خټک از زبان خوشحال خان 
  دا دخوشحال خان خټک په اړه يړه تحليلي څېړنه ده چي استاد بېنوا ليکلې او١٣٥٦ـ١٣٥٧کلونوکي په پلوشه مجله کي خپره شوېده 
  ٥٣ ـ دهسک پېغله 
  دا د استاد بېنوا د شعرونو دوهمه ټولګه ده چي د افضل ټکور له خوا د هيواد پنځوس کلنو خپرونو څخه را ټوله سوې او په ١٣٦٧ لمريز کال کي د افغانستان دليکوالو ټولني په ٧٥ مخونو کي خپره کړې ده 
  ٥٤ ـ د پښتو متلونو غوړچاڼ
  له بده مرغه دغه کتاب ما نه دئ ليدلئ او نه مي ئې کوم ځای يادونه پيداکړله ، خو غالباٌ دا په څلورو ژبو استا بېنوا اړولې دی ، کيدای سي زما اټکل صحيح نه وي که غلطي وي بيا هم بخښه غواړم ځکه چي ماته په لاس نه دئ راغلئ . خو دا اثر په ١٣٥٨ لمريز کال کي چاپ شوی دی 
  ٥٥ ـ خوږه ژبه 
  دا اثر ( مصاحبۀ افغان کندهاري و کابلي ) استاد بېنوا په ١٣١٢ لمريز کال کي ليکلی دی چي خطي نسخه ئې وس هم د افغانستان د ملي ارشيف خطي نسخو په کتابتون کي خوندي ده په دې اثر کي لنډي ادبي طرحي او شعري ټوتې راغلي دي 
  ٥٦ ـ عربي پښتو قاموس
  په دې اثر کي د عربي ژبي ډير لغاتونه راټول شوي دي چي بيا په پښتو معنی ورته ليکل شوې ده خو له بده مرغه دا اثر تر اوسه نه دی چاپ شوئ 
   ٥٧ ـ پښتو قاموس
  دا اثر استاد بېنوا غاليباٌ په ١٣١٧ ـ ١٣١٨ لمريز کلونو کي کښلی چي چاپ شوی نه دی په دې اثر کي د پښتو ديارلس زره لغاتونه راټول شوي دي 
 ٥٨ ـ کڅکول 
  دا اثر هم د استاد بېنوا دبيلابېلو ليکونو او شعرو ټولګه ده چي دا هم غالباٌ په ١٣١٧ ـ ١٣١٨ لمريز کلونو کي ليکل شوې خو چاپ شوې نه ده 
 ٥٩ ـ د افغانستان تاريخي ريښې
دا دارواښاد استاد بېنوا ورستئ اثر دی چي څو برخي ئې چاپ شوي دي ولي نور نو ژوند وفا ورسره ونکړه او دغه اثر نيمګړی پاته شو

__________________________________________________________

نوټ : د بېنوا صاحب د دې لنډ ژوند ليك ماخذونه مي د ( ١ ) ، ( ٢ ) ، او ( ٤ )   د کندهار د تاند ليکوال او ښکلا مجلې مسول چولونکي عبدالقديم پتيال د اثر ( د استاد بېنوا علمي يون ) د لمړی څپر کي څخه  او ( ٣ ) مي د بېنوا صاحب په خپل قلم ليکلي يو ليک څخه  چي سر ليك يې ارواښاد ( خلاصه زندګينامه رسمي بېنوا) ليکلی او په دې وروستيو ورځو کي د ارواښاد دځينو نورو قلمي ټوټو سره چي فاضل استاد په خپل قلم ليکلي ، د هغه د منځوي زوی ښاغلي خوشحال بېنوا له خوا بېنوا فرهنګي ټولني ته ورکړل شوی دی  را اخيستي دي .

په کليواله پښتنه مينه
خالد هادي  حيدري

خالدهادی حیدري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005