داغنددڅپو ژبه (دوهم ) :
عبدالنافع همت د حاجي عبدالكريم خان زوى، د 1347ل كال د ليندۍ د مياشتې پر څوارلسمه نېټه، د كندهار ولايت، د ارغنداب ولسوالۍ، د ناګان په كلي كې زېږېدلى دى.
پر 1361ل كال پاكستان ته مهاجر شو، چې تر شلو كلونو پورې هلته پاته شو. لومړنۍ زده كړې يې په خپل هېواد او ثانوي زده كړې يې د كډوالۍ پر مهال سرته رسولې دي. په بېلابېلو ښوونځيو كې د ښوونكي په توګه او ځينو نادولتي ادارو (NGO) كې يې بېلابېلې دندې ترسره كړې دي.
پر 1378ل كال يې په كوټه كې يې ”ميوند كلتوري ټولنه“ جوړه كړه، چې اوس نوموړې ټولنه په افغانستان كې فعاليت لري. په 1381ل كال كې يې د ميوند په نوم د يوې درې مياشتنۍ كلتوري او ټولنيزه مجلې خپرول پيل كړه، چې تر اوسه يې مسوول چلوونكى دى. دا خپرونه په افغانستان كې دننه او بهر ډېر لوستونكي لري.
ده شعر لږ ليكلى او ځان ته شاعر هم نه وايي، ځكه يې نو د شاعرانو په بنډارونو او مجلسونو كې نوم ډېر لږ اورو. ده پر شعر سربېره لنډې كيسې، طنزونه، راډيويي ډرامې او څېړنيزې مقالې هم ليكلې دي، چې په طلوع افغان، كندهار، ښكلا، ميوند، هوسۍ، ګوربت، هيله، وحدت، پګړۍ، لمبه، پالنه او داسې نورو خپرونو كې چاپ سوې دي.
د شاهين بڼكه
هر څوك خوښ وو چې راغلى پسرلى و
د بلبلو په خوږه ژبه چوڼكى و
هره خوا پسته وږمه هم چلېدله
پر هر چا باندې خورا ښه لګېدله
دې وږمې وه رااخيستې يو بڼكه
چې په پښو كې مې راولوېدله سپكه
ما ول: وايه چې ته څوك يې، ته د چا يې؟
د كوم كور، د كوم كهول، له كومې خوا يې؟
دې ول: زه يم د شاهين له لوى ټبره
چې اوس ګرځم نيمه خوا او در پر دره
لكه اوس چې يم، پخوا دغسې نه وم
نه بې كوره، بې كهوله اواره وم
زه ولاړ پر خپل مټه او پر خپل ځواك وم
زه مخكښ وم د مرغانو، زه ټولواك وم
ما درلودل ډېر غښتلي لوى وزرونه
تېز رفتار، تېرې منګولې، تېز نظرونه
پروازونه مې د جګو غرو له پاسه
د دامو به هم څه نه كېدل له لاسه
بدبختي زما هغه مهال په خوا شوه
چې پرديو ته مې مخ، خپلو ته شا شوه
ما د ژوند هر څه ناسمه وګڼله
كه مې ځاله، كه مې سېل و، كه منزله
راته وران به ښكارېدل خپل غورځنګونه
خپل وجود، خپل پروازونه، خپل وزرونه
د شاهين له دروند وجوده راجلا شوم
له وږمې سره ملګرې په هوا شوم
نو مې بايلل د شاهين ټوله خويونه
كه اواز و، كه پرواز و، كه رنګونه
نه پوهېږم اوس پناه يوسمه چا ته
شاهينان مې بېخي نه پرېږدي خپل خوا ته
واك د باد دى چې مې هرې خوا ته بيايي
زه هغه كوم چې څه د ده رضا يي
اوس نه ګل يم، نه شاهين يم، نه وږمه يم
يو بڼكه يم چې ستا پښو كې پرته يم
هغه څوك چې خپل ولس او وطن پرېږدي
د پرديو په كوڅه كې قدم كښېږدي
پردۍ ژبه او پردي خويونه خپل كړي
خپل پردي كړي او پېښې همېش د بل كړي
د پلرو او د نيكو لاره خطا كړي
له ولس څخه سر واخلي، لار جلا كړي
دا رښتيا ده چې دغه خلك ټول سپك شي
سپك خو څه چې په نړۍ كې بېخي ورك شي
كه هر څو خلك راغونډ شي بې هېواده
هم كورونه، هم ښارونه كړي اباده
بيا به هم دغه مهاجر، دغه كډوال وي
نه ولس، نه به ملت او نه به سيال وي
چا ليدلي په كډوالو كې جشنونه
يا جرګې او يا مېلې، يا اخترونه
تاريخونه يې څوك ليكي، څوك يې وايي
څوك يې پېژني مېړونه، څوك يې ستايي
زېږېدلو كې يې څوك كړي هوسونه
پر مرګو باندې يې څوك كوي ويرونه
څوك يې شمعې بلوي پر مزارونو
څوك يې ستايي په سندرو، په ډولونو
بېله خپلې موره چا دى ناز ليدلى
ميرې كله څوك و غېږې ته بللى
كه ژوندون دى، كه مرګون دى، ښه ښكارېږي
د هغو چې له ولس سره اوسېږي
په ژوندون بې سره ټولې پرګنې وي
پس له مرګه بې معلومې هديرې وي.
6سنبله 1378، د سرانانو كمپ- جنوبي پښتونخوا
د پاچا حكم
پرون مې واورېدل چې:
زموږ پاچا يو نوى حكم كړى
”چې جنګ، جګړه
ويشتل، وژل
يوازې حق دى زما
بايد له دې نه وروسته
له ټولو خلكو څخه
وسلې راټولې كړل شي“
خو زما خدايه!
اى ساتونكې خدايه!
زما د يار سترګو ته خير پېښ كړې
هغه خو هم قاتلې سترګې لري.
5 جدي 1383ل كال خيرخانه- كابل