Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-08-07  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

دمحمد نعیم اخلاص شعرونه

زه به سل ځله تري زار شم
كه يي سل ځلي پكار شم
زما تن ده زما خاوره
تري قربان زه په څو وار شم
كه په بده څوك ورګوري
ورته سترګو كي به خار شم
ستا به نوم زما په خوله وی
له ګړنګه كه ګذار شم
دا وړوكي ښار مي زړه دي
صدقه شم له ننګرهار شم
چه بهار شولو خزان ستا
زه به هم خپله بهار شم
چه دی نوم زما په خوله شي
نو بيا څو ځله تكرار شم
ستا په غيږ كي د هر بوټي
چه تر وينو مددګار شم
چه په لاس يي جوړولي
زه دي بيا هغه نجار شم
د نعيم ارمان په زړه دي
ستا په خاوره چه هوښيار شم


نن گورمه پـــه زړه يـــي راتـــه اور ولــــګاوه
په غوښو د خپل ورور یــي راتــه ورور ولـګاوه
په چغو پـه ژړا يـي چــه له دره كـور تــه ځـــي
ظـــالم ورتـــه بمــــونــه هـــم  په كور ولګاوه
ما سره قـــــرآن وه عبادت مـــي كـــړه الله تـــه
دا نوم د تروريست يـي پـر مــا تـــور ولـــګاوه
غـــريب يمــــــه بــي وسه يم دنيا تــه مـــلامت
پدي يـي زړه يخ نه شو زور يــــي نــور ولګاوه
وژني مي لا وژني مــي چـــه دلته تروريست دي
خبر يي هر طرف ته لـور پــه لـــور ولــــګاوه
ګوره تور مخونه او شني سترګي به مو اور كړم
هر څه به درنه حير كــړم كه مـــو زور ولګاوه
نعيمه د ژړا او د فــرياد نــه پـــوره نــه شــوه
نـــن دوي په افــغــانيت راتـه پيغور ولــــګاوه

ګوره ته د ناز به خندا نه كوي
خوا كي د غمازبه خندا نه كوي
دا به دي ګذار د ګړنګو كړي
ته په خوږ اواز به خندا نه كوي
زه به راز د ميني درته دركړمه
ګوره پدي راز به خندا نه كوي
ګرځه پدي ځمكه راسره زركه 
جيګ لكه د باز به خندا نه كوي
در به شم نعيم خو څه به غواړمه
ته په بد ميجاز به خندا نه كوي

 

كله ګل كــــــــله اغزي شي
كله خپل كـــــــله پردي شي

كله كړي پر مــــــــا كبرونه
كله زمانـــــــــه سپيلني شي

كله ګورم صحيح كار كړي
كله ګورم ليونــــــــــي شي

كله ښكاري ته خـــــوشحاله
كله سر شي سحرانــي شي

كله قهر دي وي پـه سترګو
كل خاندي چه لــــوګي شي

كله ګرځي پــــــــه هوا كي
كله ژاړي ځمكـــــــني شي

كله تور شي پــــه غمو كي
كله سور شــــي ګلالي شي

كله ما نعيم اخـــــــلاص ته
كله ژوند كـــله مرګي شي


کـــــله بـــــه رایاد شمه دا ستا په زړه
پروت لكه لونګ يي ياره زما په زړه
تل مـي زوروه ګوري په خپل زړګي
مــه مــي زوروه ګوري د چا په زړه
زه دي د جــــفا د لاســـه تـــــختمــــه
يـــــو ځــــلي خـو راشه د وفا په زړه
تـــه لكـــه دښمن راتــــه جالونه ږدي
زه درپسي ګرځــــم د اشنا پـــــه زړه
ځان به درته ګل كړمـه خزان كي زه
يو ځلي خو ما كړه ته تنها پـــــه زړه
اوښكي د نعـــــيم درپسي ويني شوي
رحم وكړه تـــــــه نور د ژړا په زړه

زه دي خير د ميني غــــــــواړم ستا ملنګ يــم
ستا پــه مينه بـــه ځــــان سوزم ستا پتنګ يـــم
دامـــی قصد زړګــي نيولي چــه مي خپل شي
ګـــــــوره ځــــكه دي دنيا سره پـــه جنګ يــم
اوس خو راشه لږ زخمونه مي ټكـــور كــــړه
ستا پـــه مينه غـــــورځيدلـــي له كړنګ يــــم
لكه ګـــوري چــــه سكاره له رنګه تــــور دي
داسي تور ستا طـــومتونـــو بـاندي رنګ يــم
زمــا ګلاب ګلاب جــانانه چـــه اغـزي شوي
ته مـــی وژنـــه زه ولاړ پــه دغــي ننګ يــم
څه اغزي شوي څه دي غم زړه سوري كړي
كه مي وژني هم اخلاص دا ستا پــه څنګ يم
زه به ناست په انتظاریم کـــــــه تـــــه راشی
د هر څه نه به حیصاریـــم کـــه تــــه راشی

دی نازک نازک حالت کی زه ولاړ یـــــــــم 
اجلی سترگی په لار یم کـــــه تـــــه راشـــی

ستا یاری ته می کچکول د زړه  نیولـــــــــی
ستا د مینی طلبــگار یـــــم کـــــه تـــه راشی

ورځ په ورځ می د بدن غـــــــوښی رژیږی
زوړند کړی دی په دار یــم کـــــــه ته راشی

بس دی راشه د "نعـیم" زړگی راویـــښ کره
سترگی سری خومار خومار یم که ته راشی

 

راشه په زړه درته محل جــــــــوړوم
باغ د گلونو درته بل جــــــــــــــوړوم
کنډر زړگـــــــی به درته زه اباد کړم
تا د گلونو به بلبل جـــــــــــــــــوړوم
ته به راجوړه کړی پردی جــــوڼړه
زه درته وران کنډر کابل جــــــوړوم
نوری خبری د جفا کړه هیرئـــــــــی
تا به په  ژوند ځان سره مل جــوړوم
تا به کړم  څڼه خپل خفه جـــــــانانه
څڼه به ستا یاری ته چل جـــــوړوم
داسی ارمان زه په زړگـــــــــی لرمه
تا ته د مینی به چارگل جـــــــــوړوم
عاشق به هیڅکله خوشحاله نـــه وی
ځکه نعیم  داسی غزل جـــــــــوړوم

خدایه ما ته لاره د خلاصون راکــړه
لری د گناه ځای د سکون راکـــــړه

نه پوهیږم زه په کومه لار کــــی یم
لاره د موسی او د هارون راکــــړه

ته خو خالق د هر یو کار یی زمـــا
ما ته د اسلام سره سمو ن راکــــړه

زه خو هر یوکار ستا د رضا کړمـه
اوس خو بدی لاری نه  بدلون راکړه

ځکه خو نعیم ستا در کــــــی ژاړمه
ته راته جنت کی میلمستون راکــړه
تر څو به ته زوروي خوار زړګي
دغه بي وڅه زما ناچار زړګي
زه خو غريب يمه دهقان يمه
ته رانه غواړي د بادار زړګي
ستا په غم باندي زوريږي ګوره
څنګه قرار كړم ناقرار زړګي
زه به يي مخ كي ورته خاوري كړم
كله چه شي د چا په كار زړګي
چيرته چه وه ګورمه سترګي دي
هغلته شي رانه حيصار زړګي
زه ورته وایم چه وفا نشته
بيا هم كم عقل دي هوښيار زړګي
دومره خّبره نه ده گوره ته
اخر ّبه شي درنه بي زار زړګي
زړه به شين كړي خو پيدا به نكړي
نعیمه نشته دی د یار زړګي

تا خو ويـــــــل مينه ده خفګان ګـــــــــوره
ژاړمه په اوښكو لوند ګــــــــــريوان ګوره
 ما خو مينه نه كـــــــــړه ملامت نـــــه يم
اور شو راتــــــه خــــــدايه دا جهان ګوره
مخ يـــــــي كړلو پټ بيا څــــــــه خبره ده
څه وكړم خـــــــفه مـــــي نن جانان ګوره
ستا په اشاره خــــــــــــــــو زه مين شومه
مړ به شمه ځانته پـــــــــــه هجران ګوره
مه زوروه نور نعيم اخــــــــــلاص ګوره
جيګ مي كړه پوره مي كړه ارمان ګوره
تا اوريدلــــي به يـــــــي څــــــــو خبري
پـــــه وطن كــــــي د دي غــــــلو خبري
زه مـــــــــــحكمي ته به يي څنګه ورشم
هــــــــــــغلته كـــــيږي د پيسو خـــبري
چـــرتـــه چـــه تله وي  درنده د بـــاطل
چــــاته يــــي وه كــــړم د زخمو خبري
ته به ژړا كـــــړي حقيقت بـــــه وايـــي
اوري بــــه ســـــتا د ليونــــــو خبـــري
څوك يي پښتون، ازبك، تاجك كړه راته
جوړي شوي هر ځاي د لانجو خبــري
نعيمه نه پوهيږو څــــــه يي وه كـــــړه 
نور هـــــــــم لا اورو د پـــردو خبري

خالدهادي   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005