Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-09-27  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

بریالی هلمند

بریالی هلمند د حاجی محی الدین خان زوی  چی  په کال ۱۳۶۲ د قوس پر ۲۱ د هلمند ولایت  په کجکي   ولسوالۍ کي زږیدلی دی  ، ښونځی یی تر ۱۱ ټولګۍ پوري په پاکستان کي مخي ته وړی او ۱۲ صنف یی د لښکرګاه د هلکانو په لیسه په کال ۱۳۸۲ کي پایته ورسوی ، او دامهال (۲۰۰۷) په هند کی د سیاسي علومو په برخه کي په خپلو لوړو زدکړو بوخت دی  .
نوموړی د لیکنو ترڅنګ کله کله شعر هم لیکي چي د شعر څوبیلګي  یی دادي  :

»»»هلمنده »»»
   موږ له سنګره ځو سنګرته موږ وکورته نه ځو
مرګیه یوجنګ لاګټو تر هغه ګورته نه ځو
دغه تور مخي ولي داسي ناکراره ښکاري
هلمنده  موږ خو تر اټکه ځو لاهورته نه ځو

 څلوریزه
ر قيبه ستاسره مو لږ غوندي حساب پاته دى
ستا وکذار ته مو سينې کي لاڅه تاب پاته د ى 
" هلمنده" لږ دمه به وکړو بيا به کړو حرکت
پښتونستان به کړو جلا دوي ته پنجاب  پاته دى 

 مولانا

مولانا دومره   ژر فـتوا مـــــــه باسه
زموږ په زړو کــــي لا ايمان پاتـه دى
داسي ژر نه پــــريږدو ميــــدان رقيبه
 په هر يو کور کي لا يو ځوان پاته دى
دا چي زړکـــــــــى مي هيڅ کرار نلري 
د ډيورنډهاخوا مي جانان پاتــه دى

خالد هادي   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005