دارغنددڅپو ژبه ( دوهم ) :
عبدالواحد روښان د حاجي مولوي محمد عمر زوى په 1351ل/1972م كال د پښين په مچان نومي كلي كې زېږېدلى دى. زده كړې يې خورې- ورې كړې دي او اوس موټرچلوونكى دى. د دې ترڅنګ يې د شعر و شاعرۍ لمن هم نيولې، چې تر دې دمه يې ډېر شعرونه ليكلي او لا يې هم ليكي.
نوموړى په سيمه كې د كېدونكو ادبي بنډارونو او ناستو يو داسې ګډونوال دى، چې د دغو غونډو قضا كول يو ډول نيمګړتيا ګڼي. دى يو داسې شاعر دى، چې كه د رسمي زده كړې له نعمت څخه بې برخې دى، خو بيا هم د خپل فطري استعداد له مخې څه ناڅه ليكل كوي. همداراز د ادبي غونډو او بنډارونو په مرسته يې دومره وكړاى شول، د ادب او هنر له ځينو اړخونو خبر شي او ډېر څه زده كړي. خو له بده مرغه چې په دغه سيمه كې منظمې ادبي غونډې نه كېږي، كه كېږي هم، نو په يوه داسې ځاى كې كېږي، چې يا روښان نه وررسېږي، يانې په ليرې ځاى كې وي، يا هم دى نه ترې خبرېږي، ځكه هورې داسې راډيو نه شته، چې پښتو ادبي خبرونه خپاره كړي. دغه راز يې مطبوعاتي خپرونې هم د ګوتو په شمار دي، چې د دغې سيمې ټول بهير نه شي څېړلاى. اكثره خپرونې مهالنۍ يا هم دوې مياشتنۍ دي، چې د كېدونكو غونډو منظم ګزارشونه نه شي خپرولاى. همدا وجه ده چې د نورو سيمو خلك د دغې سيمې له فرهنګي هڅو او د ادبي ټولنو له لاسته راوړنو سم نه خبرېږي.
له دې كبله د دغه ډول ځوانانو منظمولو سره راټولولو، هڅولو او تشويقولو ته يو پوخ پلان په كار دى، چې هم يې د روزنې غم وخوري، هم يې د پرمختګ لپاره لار اواره كړي. د دې تر څنګ دې يوه خپرونه هم تابيا كړي، چې د دغو ځوانانو كلامونه او هنري پنځونې تر نورو ورسېږي او دوى هم د نورو له هنري پرمختګونو څخه خبر شي.
ستا سترګو
ډېر پرسد يې لېونيان كړلو ستا سترګو
ډېر يې مړه، ډېر يې زخميان كړلو ستا سترګو
د اثر تاب يې له هېچا سره نه شته
په زرها يې ازاريان كړلو ستا سترګو
هېڅ چاره مې د علاج نه شته دلبره!
ځينې داسې رنځوران كړلو ستا سترګو
دا قلم و كاغذ دواړه شاهدان دي
په لړزان يې انسانان كړلو ستا سترګو
چې عبدالواحد روښان يې شاعر كړم
څه يې نور هم شاعران كړلو ستا سترګو.
وطن مې
په وينو رنګ شو، ټوله وطن مې
ميدان د جنګ شو، ټوله وطن مې
ټپي ټپي شو، په مرمۍ باندې
داسې بدرنګ شو، ټوله وطن مې
پاتې هېڅ نه شو، هرڅه يې وران شول
داسې راړنګ شو، ټوله وطن مې
څنګه اوس ورشم، له ليرې ښكاري
د اېږ په چنګ شو، ټوله وطن مې
دا قادر خداى دې پر ورحمېږي
اخته په څنګ شو، ټوله وطن مې
شاعر روښانه عبدالواحده!
له ژونده تنګ شو، ټوله وطن مې.
بېلتونه!
رانه جلا دې كړ جانان بېلتونه!
كور دې خالق تعالى كړه وران بېلتونه!
په اور د هجر كې دې وسولم زه
ډېر په افسوس، ډېر په ارمان بېلتونه!
ټول غمازان دې پر ما وخندول
تباه دې غواړم، ماشومان بېلتونه!
ظاهر، باطن پاك لرم خداى مې شاهد
تا كړم بدنامه، په ګومان بېلتونه!
ژوند به دې نور راڅخه كړى نه واى
چې نه مې واى له خاندان بېلتونه!
ډېر شم بېحاله زه عبدالواحد جان
تا ته په جوش مې شي ايمان بېلتونه!.