Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-19  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

عزت الله راتمل

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
عزت الله راتمل د سفرخان زوى په 1362ل/1983م كال د ږوب د ځانګې غره د لمن په وله اكرم نومي كلي كې زېږېدلى دى. نوموړي د ږوب ډګري كالج لوستى، د خپلو زده كړو ترڅنګ يې ادبي ډګر هم نه دى پرېښى، چې له 1378ل كاله راهيسې يې په شعر ليكلو پيل كړى، چې خپل ليكلي شعرونه په پښتونيار مندوخېل سموي.
ږوب اوس مهال د هغو ادبپالو او فرهنګپالو ځوانانو مركز دى، چې ډېر اميدونه ترې كېږي، اوس په دغه سيمه كې ډېر داسې ځوانان راټوكېدلي، چې پر شاعرۍ سربېره نثر هم ليكي، مشاعرې هم كوي او خپلې ادبي ټولنې يې هم فعالې ساتلې دي. نو په كار ده چې دوى نور هم فعال شي او خپلو چارو ته نوره پراختيا هم وركړي، چې په ټوله سيمه كې يوه هنګامه رامنځته كړي.
راتمل، هم له هغو تاندو شاعرانو څخه دى، چې تر دې مهاله يې يو شعر هم چاپ ته نه دى رسېدلى، نو ويلاى شو، چې راتمل تر (ابشارونه د بهلول) نومې تذكرې راوروسته راټوكېدلى دى. خو له شعره يې داسې برېښي چې تجربه يې پخه وي او د شاعرۍ عمر يې پوخ.
په شعر كې د اشنا له جفا او د دنيا له ناپايو غمونو سر ټكوي، چې هېڅكله هم د انسان ګرېوان نه خوشې كوي. همداراز د هغه ورك اشنا په لټون پسې يې هم هسك ته سترګې نيولې دي، چې ګوندې په ستورو كې يې څرك ښكاره شي، كه چېرې څو نور كلونه هم واوښتل او دى په دې برخه كې نور هم هڅاند شي، نو هنر به يې دومره مقبول او افاقي شي، چې د مايوسۍ پر سندرو سربېره به په كې د هيلو او اميدونو خبرې هم ومومو، ځكه شاعر په تيارو ګوټونو كې د رڼا مشالونه بلوي او په تيارو كې د رڼا سندرې بولي.

ځم
زنګېږمه پر لاره سرګردان ځم ستا له كلي
ناوسه، نااميده په ارمان ځم ستا له كلي
چې بيا يې په ټول عمر د راتلو لارې دي بندې
زه دا رنګه سفر ته د هجران ځم ستا له كلي
نه چا اوښكې راپاكې كړې، نه چا ګرېوان راټول كړ
په اوښكو باندې لوند، څيرې ګرېوان ځم ستا له كلي
سبا ته دې پرې نه ښودم په توره شپه روان شوم
په بيړه پر اغزنه لار ستومان ځم ستا له كلي
راتمل په اسوېلو باندې د غم سندرې وايم
نيمګړي ارمانونه وړم، ستومان ځم ستا له كلي

ناست يم
د هجران په تورو شپو كې د سحر په اميد ناست يم
چې مې نه راځي و خوا ته، د دلبر په اميد ناست يم
پر ما شپه ډېره اوږده شوه، اندېښنو كړمه ستومانه
د سحر سترګې! راخېژه، زه د لمر په اميد ناست يم
يا به ځان كړم تورې خاورې، يا به دا حاجت پوره كړم
زه د مينې په درياب كې د ګوهر په اميد ناست يم
خوښ په دې يم چې ته سره كړې، دواړه لاسه زما په وينو
زه په دغه تمه تمه د اختر په اميد ناست يم
يار كه ستورى د اسمان وى، يا كه پټ راز د ژوندون دى
خو راتمل يې د ليدو د يو نظر په اميد ناست يم.

غزل
زه يوازې نه يم، زما ملګري تل غمونه دي
ځكه مې روان پر مخ د اوښكو بارانونه دي
څه كول په كار دي او راتلونكى وخت به څه غواړي
تللي په دې فكر مې خواږه خواږه خوبونه دي
نيمه لار كې ناست يم، نه پرمخ او نه پر شا شم تلاى
پوه نه يم منزل ته پاتې څومره مزلونه دي
دلته د ارمان خاته اسمان پورې ختل ګڼم
هر چا وړي قبر ته نيمګړي ارمانونه دي
هغه چې پرون يې محلونه جوړول دلته
نن دي هديرو كې، نړېدلي يې قبرونه دي
نه كوم ګيله راتمل، له هېچا ګيله نه كوم
ما ته په قسمت كې له ازله ليك دردونه دي.
 

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005