Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-19  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

عزت الله عابد

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
عزت الله عابد د نصرالله زوى په 1971م/ 1350ل كال د كوټې په ملاشادو پرنړي كې زېږېدلى دى، چې دغه سيمه د پښين په درې كليومترۍ كې پرته ده. خو عابد له اره د قلعهْ سيف الله دى.
تر دوولسم ټولګي پورې يې همدلته زده كړه كړې، بيا طب پوهنځي ته بريالى شو او په 1989م كال په كابل پوهنتون كې داخل شو، خو د خپلمنځي جګړو له كبله بېرته خپل كلي ته ستون شو او پاتې زده كړې يې څه ناڅه ترسره كړې. ادبيات يې هم ولوستل او د صوبې (ولايت) په كچه يې لومړنۍ نومره وګټله.
له ”پښتو ادبي غورځنګ“ سره بې كچه مينه لري. د كوټې په زياتو خپرونو كې يې ليكنې او شعرونه خپاره شوي. ”احساس به پيدا شي“ يې د شرونو يوه ټولګه ده، چې دغه كتاب يې د اقتصادي ستونزو له كبله نه دى خپور كړى. دى د ”پښتو ادبي غورځنګ“ نومې ادبي ټولنې يو فعال غړى دى او ډېره مينه لري چې د همدې ټولنې له لارې خپل فرهنګي او ادبي مسووليت ترسره كړي.
شعر يې له يوه ځانګړي جوش څخه ډك دى، چې د ده د ځوانو ولولو ترجماني كوي، دى هم تر ډېره كچه يو احساساتي او جذباتي ځوان دى، بغاوت يې د عادت يوه ستره ځانګړنه ده او دى نه غواړي چې د حالاتو ملګرتيا وكړي، بلكې غواړي چې مستقل او خپلواك ژوند دې ولري او د دې تر څنګ د خپلې ژبې او كلتور چوپړ ووهي. زيات مهال خپل غرور نه ماتوي او غواړي چې د خپلو اسلافو په شان دنګه غړۍ يوسي.

نصيحت
اسفنده! بيا ورځې د چا مخې ته
دښمنان ډېر د پښتونخوا مخې ته
بابا1 تل دا نصيحتونه كول
پښتنو! يو شئ د بلا مخې ته
ولي2 ژوندى د ننګ ميدان كې ولاړ
دښمن وېرېږي خو دا ستا مخې ته
ما ته نسيم3 په غوږ كې وويلي
ژر شه رادرومه د سارا مخې ته
عزته! ور ووځه ته د كور مخې ته
سپى دې ورځغلي د ګدا مخې ته.
------------------------------------------------
1_باچا خان، 2_ولي خان، 3_نسيم ولي خان.
مينه
مينه انتها ده، هر محفل كې نن درنه ښكاري
هسكه مې شمله ده، چې له ورايه پښتنه ښكاري
ځار دې له پښتو شم، چې د مينې انتها په كې
زور يې ازموده دى، هر دښمن ته تاتره ښكاري
نره يې ناره ده، ټول هېواد يې لړزولى دى
توره تكه سره ده، هر غليم ته نن تازه ښكري
غلى كړه مطربه! زما د زړه تارونه مه وهه
رباب له غېږې واخله دا محفل راته خپه ښكاري
واوره اى عزته! له ساقي سره تر كومه يې؟
دلته ميخانه كې تش جامونه هم چپه ښكاري.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005