میړنی ته
په رښتیا چی میړنی ته له پلرو یی
تجلی د تیر برم، زیری د آرزو یی
ای سرتیره د و طن ښکلیه بچیه
ته نعره د فریادو یی، امیدو یی
هیر به نشی، ترانی دی لا ژوندی دی
ته خو مبتکر د نوو افسانو یی
ستا شعرونه او فکرونه لوی کتاب دی
ته شاعر یی قهرمان د ولسو یی
هیر به نکړی تا، هیواد او لوړی څوکی
لکه باز، عقاب دلوړو پروازو یی
تل به ستایو ستا یادونه، قهرمانه
ته خو چیغه د دردو، او سوو زړو یی
ای ولسه راپاڅیږه ته هر څه یی
نور اتل، ته د جګړو او حماسو یی
[خوسم ځوی د میړنی غوندی پیدا کړه
بیا به پوه شی چه سالار د قافلو یی]