دارغند دڅپو ژبه ( دوهم) :
علي محمد سباوون د لال محمد زوى په 1350ل كال د كندوز ولايت د ارچي دښتې په (نهر جديد) نومې سيمه كې زېږېدلى دى. خپلې لومړنۍ زده كړې يې د بوري (لورالايي) سيمې په سپېدار نومي كمپ كې ترسره كړي، بيا وروسته د نورو زده كړو لپاره د بوري ښار ته لاړ، هلته يې دوه كاله (لورالايي هاى سكول) ولوست او له نوموړي ښوونځي څخه په بري سره ګورنمنټ ډګري كالج ته شامل شو. پر دې سربېره يې ديني زده كړې هم كړي، خو د اقتصادي ستونزو له كبله ونه توانېد، چې خپلې زده كړې روانې وساتي، له دې كبله يې څو كاله د افغان مهاجرو په ښوونځي كې د ښوونكي په توګه دنده ترسره كړه، چې اوس په كندهار كې خپله رسمي دنده لري او كورنۍ يې په لورالايي كې ده. له پنځو كلونو راهيسې يې شعر ليكل پيل كړي، چې تر دې مهاله يې ګڼ شمېر شعرونه ليكلي او اوس يې نثرليكنه هم پيل كړې ده.
څه له پاسه يوه ټولګه لنډې كيسې يې هم ليكلې دي. په خپلو ادبي هلو ځلو كې د سيد خيرمحمد عارف هڅې د زياتې ستاينې وړ ګڼي، چې د ده لاسنيوى يې كړى او ده ته يې د ادب لار په ګوته كړې ده.
په اوسمهالو (معاصرو) شاعرانو كې يې د پياوړي شاعر دروېش دراني او پيرمحمد كاروان شعرونه خوښېږي.
سباوون، د هنري مټ خاوند دى، چې په شاعرۍ كې يې د نوښت او ښكلي فكر داسې تړون تر سترګو كېږي، چې د ده راروان پرمختګ تضمينوي. له دې كبله ډېره هيله كېدى شي چې سباوون د شعر په ډګر كې د يوه راڼه (سباوون) په شانې راڅرګند شي، ليرې نه ده، چې د ده د هنر هغه نور پټ اړخونه هم وځلېږي، چې لا څرګند شوي نه دي، ځكه د هنر چينه كله- كله ډېره مسته شي او هنرمند دومره تحريك كړي، چې ان ځينې مهال الفاظ ورك كړي او بيا هم نه بريالى كېږي، چې خپل ټول خيالونه او فكر په شمېرلو الفاظو كې ځاى كړي. نو ځكه خو هنر پراخ ډګر لري، چې ځينې كسان د الفاظو په مرسته شاعري كوي، انځورګران يې د رنګونو په مرسته.
ګټه
څوك د لوټونو ګټيالي وي، څوك ملكونه ګټي
زما جانان د زړو فاتح دى، هغه زړونه ګټي
د پېغلې سر نه چا ظالم ده لوپټه اخيستې
زلمي احساس پسې روان دى، نقابونه ګټي
ما هم د ځان كړي، تا هم خپل كړي او حاكم شي خپله
زورور خلك دي فكرونو ته فكرونه ګټي
ورشه په سمه يې لږ پوه كړه، چې په دې لار راشي
لكه د نوح قوم دا غرقېږي، توپانونه ګټي
دغه قلم كه اورلړونى درغلى په لاس
سباوون مړې ايرې لړي او انګارونه ګټي.
لوبې
د مينې اور دى، له خطره سره لوبې كوي
دا بغاوت له سمندره سره لوبې كوي
خنجر په لاس بيا يې صحنه د كربلا جوړه كړه
شمر د وخت مې له ځيګره سره لوبې كوي
ته يوسفي استحكام وركړې زما ايمان ته خدايه!
شيطان د روح مې له محشره سره لوبې كوي
تېكي خالي دي، خنجرونه په كې نه ښكارېږي
څوكې يې بيا د چا له سره- سره لوبې كوي
زلمي دي واړه سباوونه! د سنګر مسافر
د ښكلا پېغلې له ګودره سره لوبې كوي.
عجز په لمونځ، زړه كې الفت، تندي كې خال دى ضرور
جنګ كې همت، ژوند كې وفا، توره كې ډال دى ضرور
كه ته رښتيا مخ پټوې، نو په لستوڼي نه شي
د حيا پېغلې! شال پر سر كړه، دلته شال دى ضرور
لكه فطري ايمان كسبي باندې ثابت پاتېږي
ښكلي فطرت سره د روح ښايسته جمال دى ضرور
يو كې له خال سره مجلس، بل كې د تورې شرنګا
د غزل هر بيت ته اوس دغه رنګ كمال دى ضرور
د تيارو ستړو لارويو! دا پيغام مې واورئ
د سباوون پر لوري څرك نن د هلال دى ضرور.