دارغند دڅپو ژبه (دوهم ) :
عليشاه مظلوميار د ارواښاد وكيل سيد حميد خان زوى په 1340ل كال د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ، د مارجې د اڅكزو په بلاك كې زوكړى دى. خپلې زده كړې يې د بلاك په لومړني ښوونځي كې پيل كړې، چې منځنۍ يې د مارجې په لېسه كې ترسره كړې. د سرو لښكرو له يرغل سره سم له هېواده كډوالۍ ته اړ شو، چې له 1361 څخه تر 1364ل كاله پورې يې خورا زياتې خوارۍ ګاللې دي. له 1365 څخه تر 1367ل كاله پورې په كوټه او چمن كې كډوال و، چې په دې وخت كې يې ډېرې ترخې شپې ورځې تېرې كړې، مسافرت، وزګاري، بې هويتي او بېقدري يې وګالله، دى په خپله كاږي: ”مياشت، ورځ او شپه يې زما په زړه كې داسې داغ دى، چې نه جوړېږي، نه ورك كېږي او نه هېرېږي. خو په دغو ترخو او نه هېرېدونكو غمجنوونكو او ويرجنو شپو ورځو كې ځينې د خوشحالۍ او اميد داسې وختونه هم شته، چې تعقيبول يې زما لپاره د يوه نېكمرغه راتلونكي زېرى راكوي او په ناپايه وېروونكې شپه كې د لارې مشال دى، لكه د امريكا ږغ راډيو او بي بي سي راډيوګانې“.
د مظلوميار د دردېدلي زړه انځور د هغه په شعرونو كې ليدلاى شو. بېشكه دى د يوه داسې ولايت دى، چې په اقتصادي لحاظ ډېر وروسته پاتې دى. تر دې مهاله راغلو حكومتونو يوه ذره پاملرنه هم نه ده ورته كړې، تاسې همدا اوس هم د دې ولايت د عايداتي سرچينو كتنه وكړئ، په زياتو كې د نورو ولايتونو خلك كار كوي، حال دا چې د دې ولايت په سلو كې لس سلنه خلك هم له دندې برخمن نه دي. په ادبي دګر كې د مظلوميار غوندې ځوانانو راټوكېدل او غوړېدل هغه زېرى دى، چې د زياتو مينه والو زړونه غوړوي. په دې وروستيو كې هلمند ولايت ”پګړۍ“ مجله خپره كړه، چې دا بيا يو بېل زېرى دى، چې د دې ولايت شمله يې نوره هم هسكه كړه، ځكه موږ كه له يوې خوا دا ولايت وروسته پاته ګڼو، بل پلو بيا ګورو چې د قلم او هنر څښتنان په كې راټوكېږي.
دى د كتابونو ډېر مينه وال دى، چې له شخصي كتابتون څخه يې نور خلك هم كار اخلي، ډېره مطالعه، ډېر ليكل كوي. كه څه هم اوس هورې د قومي مشر په توګه مطرح دى، د ادب مينه والو ته يې ور پرانيستى دى او ډېر ادبي بنډارونه خو د ده په مټ جوړېږي. دى تر ډېره حده يوازې له راډيوګانو سره اړيكي لري، چې خپل شعرونه ورته وايي. عبدالباري جهاني، علي احمد جلالي، سپوږمۍ، زېبا خادم، اڅكزى، ايازي، بل پلو بيا سعيده محمود، صفيه حليم، شېراغا كريمي او ډاكټر اكبر كبر د ډېرې مننې وړ ګڼي، چې دى يې ډېر هـڅولى دى.
شعرونه يې د درد او ژړاګانو انځور دى، د انسانانو وژنې يادوي، چې د ظالم په لاس وژل كېږي، اوښكې او ساړه بادونه يادوي. كه څه هم كومه خپره شوې شعري ټولګه نه لري، خو په دې وروستيو كې يې د خپلې شعري ټولګې د خپراوي لپاره خپل شعرونه سره راغونډ كړي دي.
ژړا
زه وطن ته لاړم وطن وران راسره وژړل
لارو، كاڼو، بوټو، بيابان راسره وژړل
ټول وطن په اور سوى په وينو رنګېدلى و
هر ګام سويو غوښو د انسان راسره وژړل
مځكې باندې سور بخمل د وينو غوړېدلى و
دښتو بې كفنه شهيدان راسره وژړل
شنه ګلبوټي سوي، سره ګلونه رژېدلي وو
غم باندې يې سوي ګلستان راسره وژړل
ما وې زه پردېس يم دوى له ما نه پردېس شوي وو
خلكو د وطن، پر وطن ګران راسره وژړل
دا يو غم يې نه و، سل يې نور د غم ملګري وو
ژوند يې په كړاو و، زوړ و ځوان راسره وژړل
لوږې ځورول څوك، وو پر خاورو مريضان پراته
فكر، خيال او ذهن دا خواران راسره وژړل
مرګ و، جنازې وې، هديرې وې لحدونه وو
كونډو، بورو، ورور و خپل خپلوان راسره وژړل
اوښكې تويولې چا د ځان، چا د جانان په غم
پېغلو په ګودر كې په ارمان راسره وژړل
ته مې راپه ياد شوې ستا غمونو لېونى كړمه
ياره ستا كوڅه كې ستا هجران راسره وژړل
زړه مې په لړزان شو، چې يې ړنګ كلي ته ورغلم
خيال كې ښكلو سترګو د جانان راسره وژړل
كله چې په مرګ د ځوانيمرګ اشنا خبر شومه
تللم هديرې ته تېر دوران راسره وژړل
قبر د اشنا ته چې يې زه په ژړا وليدم
مړي په ژړا شول، قبرستان راسره وژړل
ما د دې ويرجن ملت پر حال سوې نارې كړلې
لوى و كم ژړله، ټول جهان راسره وژړل
دا وطن د چا دى، دا د غم ژوندون ترڅو به وي
سر مې كړ ګرېوان ته خپل ګرېوان راسره وژړل
مځكې ګرېوان لوند كړ، چې زما احوال يې وليده
ورېځې په ژړا شولې، اسمان راسره وژړل
يار د هر مظلوم دى ورجارېږمه زما قلم
بيا يې پر مظلوم غريب افغان راسره وژړل.
د مهاجر ځكندن
خدايه خدايه! ته زموږ په حال خبر يې
هم خبر د ټول جهان په بحر و بر يې
ته يې وينې په دنيا كې چې څه كېږي
خوښ خوشحال څوك په خندا دي څوك ژړېږي
نن پر هر لور وړاندې تګ دى، تمدن دى
هم تلاښ د انساني وړ ښه ژوندون دى
پرمخ ځي د ټول جهان كاروان روان دى
صرف افغان دى چې غمجن، چې سرګردان دى
ټول وطن يې د وسلو ګدامخانه ده
د غمونو ګرم بازار دى ويرخانه ده
افغانان مري، افغاني ميندې بورېږي
اور پر بل دى، د افغان بدن سوځېږي
ځوانان مري، پېغلې سرتورې پاته كېږي
خور د ورور او مور د زوى پرغم ژړېږي
پر وطن يې پرېوتلې څه بلا ده
نه پوهېږم چې طاعون دى، كه وبا ده
ښځې مري، زاړه مړه كېږي، ماشومان مري
څوك په بل وطن كې ښخ شي پردېسان مري
زه بې بخته، بدنصيبه هم افغان يم
پر پردۍ كمبله پروت يمه حيران يم
پښې مې رېږدي، ساه مې ډوبه ډوبه كېږي
علامې د ځكندن رامعلومېږي
تنها پروت يم نه ډاكټر شته، نه دوا شته
نه خواخوږى، څوك خبر په حال زما شته
ګرمې اوښكې مې پرمخ باندې بهېږي
څوك مې نه شته چې پرحال مې ودردېږي
په پردي وطن كې مرم ارمان ارمان دى
زه يې اوس په قدر پوه شوم وطن ګران دى
د وطن غرونه رغونه مې يادېږي
لوړه كښته مې تر سترګو- سترګو كېږي
روح مې ګرځي د وطن كليو كوڅو كې
څنګه ګران دى، نه هېرېږي په سلګو كې
هاى افسوس دى، پر ما ګران افغانستانه!
غم مې دا دى څنګه ليرې مرم له تا نه
ستا له كاڼو بوټو ځار شم، څومره ګران يې
په رښتيا چې د خوږمنو زړو درمان يې
په وطن كې ښخېدل لا لوى نعمت دى
د سهار نسيم يې وږم د جنت دى
كاشكې تا كې مې مدفن واى ګرانې مېنې!
چې مې قبر له راتلاى د وطن نجونې
د هوا مرغان به ټول راسره ژاړي
كه زما د ارمانجن زړه فرياد واوري
د خپل ځان پر غمو نه يم چې فرياد كړم
سره لمبه شم د وطن حال چې راياد كړم
يو زه نه يم چې په بل ملك كې ښخېږم
په مرګ هم لا له وطنه جلا كېږم
وطنوال مې په لكونو مسافر دي
په پرديو وطنو كې در په در دي
ګلابتون مې د پرديو، نه خوښېږي
كه د خپل وطن خمتا راورسېږي
جنازه مې يو څوك يوسئ خپل وطن ته
ورتسليم مې كړئ د پلار نيكه مدفن ته
كه لار نه شته څوك تر چا پورې تلاى نه شي
ما تر خپلې هديرې پورې وړاى نه شي
نو مې يوسئ پر نژدې سرحد مې ښخ كړئ
ناكرار زړه مې په دې خبره يخ كړئ
چې د ګران وطن شمال راته راځينه
د مزار جګې جنډۍ مې رپوينه
په قسمت مې رسېدلى دا جنجال دى
هېوادوال د مظلوميار يم دا مې حال دى.
غم
څه د غم دوران و، څه غمونه يې راوليدل
څونې جنازې، څه لحدونه يې راوليدل
څونې وينې توى شوې، څنګه مستې ځوانۍ خاورې شوې
څونې فاتحې، څونې مرګونه يې راوليدل
څونې مېنې ورانې، څونې هيلې نيمه خوا شولې
څونې تالا شوي ارمانونه يې راوليدل
څونې شنې باغچې او شنې جلګې د ګلو شاړې شوې
څونې رژېدلي، سره ګلونه يې راوليدل
څنګه د وطن پر هره لوېشت كربلا جوړه وه
څونې عاشوراوې، محشرونه يې راوليدل
څونې ميندې بورې، څونې كونډې، څونې خوارې شوې
څونې يتيمان، ببر سرونه يې راوليدل
څنګه بمبارۍ، څنګه توپونه څه بمونه وو
څنګه سرې لمبې او سره اورونه يې راوليدل
څنګه فريادونه، څه زګېروي، څنګه اهونه وو
څونې سرې لاښې، څونې زخمونه يې راوليدل
څونې انسانان ژوندي ژړاند تر خاورو لاندې شول
څونې په اور سوي جسدونه يې راوليدل
څونې مسافر شول، څونې ورك، څونې بېكوره شول
څه پردۍ كوڅې، پردي ملكونه يې راوليدل
څونې مهاجر، څو په وطن كې بې وطنه شول
څنګه لوږې تندې، سره ډاګونه يې راوليدل
څنګه عذابونه بدلېدل، خو ختمېدله نه
څونې تنظيمونه او نومونه يې راوليدل
څنګه مو يو بل ته د مرګي دامونه ايښي وو
څه د غم پردې، څنګه فلمونه يې راوليدل
ځئ چې نور د جوړې او ورورۍ پر لور قدم واخلو
څونې دښمنۍ او نفرتونه يې راوليدل
نورې چارې نه شته بې له دې چې سره يو نه شو
څنګه تجربې، امتحانونه يې راوليدل
ولې مظلومياره بيا ويرجنې ترانې وايې
څه گسختې شېبې، څنګه ويرونه يې راوليدل.