!د ښاغلي پيرمحمد کاروان يوه شعر ته
سياست
يه د وطن د ازادۍ غوښتونکو
يه قلموالو په قلم مينو
تاسو ته حال ددې وطن جوت دى
د خپلواکۍ په زيرو بم مينو
پښتون په خپل ځان کې اختيار نه لري
له پښتو ورک دى پښتو نه پيژني
د ويجاړۍ هميش خوبونه ويني
دوى خپل تاريخ د پلرو نه پيژني
پښتون پښتو ده په وحشت منلي
د وينو څښلو کې پښتو لټوي
غيرت د ورور سر غوڅول بولي
اور بلولو کې پښتو لټوي
يه په قلم باندې واکمنو وروڼو
يه شاعرانو ليکوالانو زموږ
نور خو له خدايه لږ څه و ويريږئ
يه مخورو قلموالو زموږ
چل د بمونو ورته مه ښيئ نور
دا ځان وژنه خو اسلام نه مني
دا افغانيت دا انسانيت نه غواړي
دا خو د خداى رسول کلام نه مني
تاسو تعبير د وجدان څنګه کوئ؟
دا سوې چيغې او وير چرته ګورئ؟
دغه د اوسپنو فيلان څوک دي؟
په بې ګناه لاس ځنځير چرته ګورئ؟
يه قلموالو په قلم مينو
په دې قلم کې نور رنګونه وچ کړئ
په ټپه ودروئ دغه ګوتې
داسې هنر کې نوښتونه وچ کړئ
دغه دوه مخي دا دوه رنګه شيخان
له محراب وشړئ ګمراه به مو کړي
دا بدوي ماضي پرسته خلک
له منځه وباسئ تباه به مو کړي
يه وطنوالو د وطن بچيانو
نوره د ميندو زرې مه چاودوئ
دا د ننګونو او وياړونو وطن
بس هديره هديره مه ژړوئ
په دې بې لارو پسې مه ګرځيږئ
اسلام مو دين قران مو سپيځلى کتاب
نړۍ زموږ موږ د نړۍ خلک يو
غواړو دوستان چې شو دنيا کې سيراب
يه قلموالو په قلم مينو
که نور خلاصون د پښتنو غواړئ
له دې وحشت له دې تيارو يې ساتئ
علم ښکلا علم يو لوى دولت دى
که له تور تم او تورو شپو يې ساتئ
دوى ته کچکول کې ائينه مه ښيئ
دلته د ورانې ماڼۍ عکس نه دى
دلته پاچا وزير زموږ رهبران
دغه د سپنې ماڼۍ عکس نه دى
ژوند مو کشمير سره بس مه تړۍ نور
کړنګ او پړانګ زموږ په منځ که نشته
سيل د کوترو دى تصوير يې نه دى
ټوپک او ډانګ زمونږ په منځ کې نشته
يه قلموالو په قلم مينو
ايله مو وليده د ژوند پيلامه
تاسو پر مونږه دغه نه لوريږي
موږ د عزت سره همغاړه شولو
ستاسو پر زړونو دغه نه خوريږي
مونږ د غربت لړې تر شاه پريښودې
موږ د منزل پر لاره يون پيل کړ
موږ يوويشتمه پيړۍ وپيژنده
مونږ تمدن سره تړون پيل کړ
يه زما وروڼو وطنوالو وروڼو
دغه مې سوال دا مې زارۍ ومنۍ
نوره مو دين او کلتور وپيژنۍ
ددې ملت دغه خوارئ ومنئ
د ملايکو په دې سپين لباس کې
تورې څيرې د نابودئ پټې دي
ددې پردو استازو مه منۍ نور
د دوى ضمير کې غلامۍ پټې دي
دوى له عزت او ناموس منډې وهي
دا ورته مه وايه خندا پرې کوي
دوى ازادي په بندګۍ کې ويني
د دښمن ماته ده ژړا پرې کوي
زموږ سحر د دوى زغملو نه دى
دوى د ويرونو پيغام موږ ته راوړي
زموږ په اوښکو يې بسنه نه شي
دوى د سرو وينو حمام موږ ته راوړي
غواړي شعور فکر مو لو لپه کړي
غواړي ګريوان راته پاره پاره کړي
هزار زخمونه يې ارمان د زړه دى
غواړي چې هر ارمان د زړه پوره کړي