ساده انسان ومه اشنا په بلا واړولم
ځار يې له مينې دې حيا په بلا واړولم
نن زما مينه د ميراتې د اوربل پشانې
خپلو بې کوره کړم دنيا په بلا واړولم
ماضي پرستو رانه لوټ کړلو روښان مستقبل
د رواجونو اژدها په بلا واړولم
حلقه بګوش د زمانې د بادارانو شومه
د بې وسۍ بدې بلا په بلا واړولم
نن يې وئيل خپلو همزولو ته په جار ملګرو
مئينه نه ومه فدا په بلا واړولم