د ستا په غم کې
د ستا په غم کې څو مصرۍ لیکمه
ځکه په هر شعر کې ستا نوم شاتو موچۍ لیکمه
ستا په خندا زړه مې زارې زارې شو
ددې په وجه ستا خندا راسان مرمۍ لیکمه
ځان د پنا کړو رانه تور لهت ته
پېغلې اتڼ کوی همغه ستا همزولې جنکۍ لیکمه
څومره به یی خوند کړو چې ټولی ته به راووتلې
څنګه مې هېر شی ستا دپوزې سره ناتکۍ لیکمه
چه به د ستا سو د کور خوا نه تېرېدلمه زه
په ګل د ویشتم زه همغه دګلانو سرې غوټی لیکمه
« خاکسار » ته ستا ښایست یدګار جوړوی
ولې یی هېره کړمه آ سره بنارسۍ لیکمه
روسیه دسانپتربورګ ښار
۲۰۰۷ /۴ /۲۰