زه د ستا په عشق کې سرګردان یم اې زما اشنا
څنګه مې له څنګه بېلاوې اې بې وفا اشنا
زه د ستا عاشق یمه کوم ګناه مې کړی دی
ما ته به دې ویلی وو چه ځان دې کړو پنا اشنا
د خاورو ته ژاړم اوس له خاورو نه تا غواړمه
خلک مې دیوانه بولی خو یمه دیوانه اشنا
څنګه ګوزاره وکړم په دې یوازې کلی کې
له خپلو د پرادی کړمه را دې کړه سزا اشنا
نو زه دغسې ښه یم چه په دې دنیا دوزخ وینم
هر ځای راته دوزخ ښکاری چې ناست وم یګانا اشنا
دعا وکړی عالمه د «خاکسار» یار ته دعا وکړی
چې خدای دې جنت ورکړی که زما نه دی جدا اشنا
خوست تڼی الحاج پیربادشاه کلی
۵/ ۴ /۲۰۰۷