دارغند دڅپو ژبه (دوهم ) :
ځوان شاعر عمرشاه حيدري د حاجي روزي محمد زوى د زابل ولايت، شملزو ولسوالۍ د نورخانخېلو كلي استوګن په 1352ل كال كې زېږېدلى دى.
تر لسم ټولګي پورې يې عصري او نورې يې خصوصي زده كړې كړې دي. حيدري د خپلې سيمې د ګوتو په شمارو شاعرانو كې راځي، دى تر يوې ټولګې زيات شعرونه لري، چې لا د ځانګړي اثر په توګه نه دي خپاره شوي.
ده په ځينو دولتي ادارو كې هم دندې ترسره كړي؛ خو بيا يې هم د شعر ډګر نه دى پرېښى، د ده په شعرونو كې كه له لفظي تېروتنو تېر شو او پر يو شمېر ګرامري او نورو وړو تېروتنو يې سترګې پټې كړو، نو ويلاى شو، چې لا د پرمختګ پر واټ ګامونه اخلي، شعري پانګه يې تر يوه حده د ډاډ وړ ده، ځكه چې كه د الفاظو او هنري تورو په كارونه كې خپل نور هنر هم وكاروي، نو ليرې نه ده، چې د نور نوښت لپاره ذهني چمتووالى ومومي. ځكه د ده لا د ځوانۍ پسرلى دى او كولاى شي خپل هنر نور هم وځلوي. نو د هنر د پياوړي كولو لپاره هڅه او زيار ضروري ټكي دي، چې پر ده سربېره بايد نور شاعران هم ورته ځير شي.
په هر څه كې تقلب، تصنع او ټګي كارېدى شي، خو په شعر كې دغه كار ناشونى دى، كه چا كړى هم وي، پټ نه شي پاتېدى، ځكه شعر رڼه هنداره ده، چې هر شاعر په كې خپل احساسات نورو ته وړاندې كوي، بل دا چې موږ د شعر په هنداره كې د شاعر ټولې ځانګړنې ليدلاى شو، د هغه له غوښتنو، هيلو او احساساتو خبرېږو، دا له موږ سره مرسته كوي، چې د شاعر د زړه دنيا ته هم لار پرانيزو او په احساساتو كې ورسره شريك شو. خو دا ناشونى دى، چې يو كس دې د بل چا ترجماني وكړي، هر كس د خپل ځان پېژندګلوي ده.
مينه
نه به و ما ته پاكه مينه ابدي پاته شي
نه به و تا ته تنكى حُسن، ښه ځواني پاته شي
دغه لا وخت دى د عمل راشه معطل مه كوه
نه به زه و ته يو، نه بل دا ورځې باقي پاته شي
پاته به نه شي، دا لوټمار زمان به هرڅه يوسي
نه به اغزي، نه به ګلان ژړي ژړي پاته شي
نه زما شونډې وي تل وچې، نه به زړه درزېږي
نه به د يار پر اننګو باندې سورخي پاته شي
په ځان مغروره ياره! دا دوران اخر ختمېږي
پرهري زړونه رغوه چې دې نېكي پاته شي.
ګډې- وډې زلفې
ته چې پرمخ تورې زلفې ګډې وډې واړوې
زما د زړه حرم كې د غمونو كډې واړوې
زما د اميدونو كاروان ستا په غوسه چور تالان
تاندې هيلې زماپه وسوسو كې ګډې واړوې
زه چې ننداره ستا د اوږدو اوږدو زلفانو كړم
ته له غوسې ډكې سترګې برندې برندې واړوې
ستا غشو بڼو ته زه دا خپل زخمي ځيګر ږدمه
غوښې چې د زړه دركړمه ته يې بډې واړوې
خير دى د ظلم ډاروونكې شپې اوږدې نه وي
خپله به په غېږ د حيدري كې ډډې واړوې.
د توپان په منځ كې
ورك له خوبرويانو فراقو په منځ كې لوى شومه
تړمې تړمې اوښكې د سلګو په منځ كې لوى شومه
نه مې څوك اشنا شو، نه چا زېرى د خپلوي راكړ
هسې يو انسان يم، د پردو په منځ كې لوى شمه
نه ځوانانو بوى كړم، نه پېغلوټو د وربل ښكلا
داسې يو ګلاب يم، د اغزو په منځ كې لوى شمه
نه راته چا خوله راكړه، نه غاړه د مين په نوم
وږې وږې سترګې د ظلمو په منځ كې لوى شمه
نا چا للو كړى يم، نه اوښكې چا راپاكې كړې
سرې سترګې په اوښكو د سلګو په منځ كې لوى شومه
چېرته چې توپان وي، سر زما ورسره لوبه كړي
طفل حيدري د توپانو په منځ كې لوى شومه.