ژوند رانه پردی شو هم روزګار رانه پردی شو
ټول رانه پردي شوه چې مې يار رانه پردی شو
خلک ليوني دي چې به ماته ساده وايي
ټوله شپه زما وه خو سهار رانه پردی شو
ما ته د ايمان لاپې چې ونه کړې زړګيه
سترګې چې په سترګو شوو نو وار رانه پردی شو
ژاړمه په ځان چې نه د يو او نه د بل شوم
لاړه پېښور، او ننګرهار رانه پردی شو
خاوره ده زما او زه مې خپل واک پکې غواړم
ځای د اسويلي دي سلاکار رانه پردي شو