داغند د څپو ژبه ( دوهم ) :
حافظ عيسى محمد مسرور د راز محمد زوى په 1357ل كال د زابل ولايت، شاه جوى ولسوالۍ په غنډي نومي كلي كې زوكړى دى. زده كړې يې هملته له ديني پوهانو او ملايانو څخه ترسره كړي، چې په خپله دى هم د دارالحفاظ استاد (ښوونكى) دى. له څلورو كلونو راهيسې يې شعر ليكلو ته مخه كړې، چې څه له پاسه يوه ټولګه يې برابره كړې ده. هېره دې نه وي چې دغه ټولګه لا خپره شوې نه ده.
د ښاغلي مسرور شعرونه هم ولسي دي، تر ډېره حده يې رنګ ساده، شعري جوړښت او بيان يې ټولو ”لوستو او نالوستو“ ته د پوهېدو وړ دى. دى هم تر خپلې فكري كچې د لوړ الوت بېځايه هڅه نه كوي، هغه څه وايي چې د ده له فكره پردي نه وي، شعر يې د زړه څرګندويي او ترجماني كوي، چې د ډېرو شعرپوهانو وينا يې عملي كړې هم ده: ”شعر د زړه خبرې دي، بايد پر زړه كښېني او زړه ورباندې پوه شي“، د ده شعرونه هم د ده د خپل اند، خيال او ذهن هنداره ده.
كه چېرې مسرور مطالعې ته ډېره پاملرنه وكړه، نو شعر به يې نور هم ښكلى او د خيال و فكر له مخې بډاى شي. ځكه كه له يوې خوا شعر د فكر و خيال يو عاطفي تړون دى، بل پلو د الفاظو په لوښي كې د ټولنې لپاره هغه دارو هم ګڼل كېږي، چې په ظاهره يې خوند تريخ وي، خو په حقيقت كې رښتينى او هنري شعر (همدغه ترخه دارو) ته د هنر خواږه ورګډول دي، چې څوك يې تريخوالى احساس نه كړي، همداراز د شاعر خبره بايد يوازې د ده لپاره محدوده نه وي، بلكې دى بايد د خپل ولس اواز هم اوچت كړي او د نورو نړيوالو تر غوږونو يې ورسوي. ځكه: ”انساني اروا له هماغه پيله د ژوند د حس په لټه كې وه، چې په بېلابېلو پړاوونو كې لالهانه ده، د هيلو له دنګو څوكو او غرونو څخه يې د نهيلۍ تر ژورو پورې هرڅه ليدلي، په زړه پورې دا ده چې يو ماشوم هېڅ وخت هم د نهيلۍ كندې نه نه لوېگږي.
ټول وګړي د خپل پوستكي، توكم او سياسي عقيدې له مخې تلل كېږي، نو په دې وخت كې بايد هنرمند د ټولنيز مسووليت لپاره يو ژور احساس ولري...“ ځكه چې دا هرڅه درك كړي. راشئ د مسرور شعري بېلګې ته ځير شو.
توبه!
بيا نه درځم ساقي! له ميخانې نه مې توبه
رسوا شوم په جهان، ستا يارانې نه مې توبه
پوهېږمه چې ستا د وفا ضمن كې جفا ده
توبه- توبه د عشق له افسانې نه مې توبه
دا څه وشول چې اوس مې خپل پردي په كاڼو ولي
هېڅكله نه درځم له ارادې نه مې توبه
په مخ كې د اغيارو تا خندل ما اشارې كړې
غماز راباندې پوه شو، اشارې نه مې توبه
ناپامه مې يو څو د سوز غزلې راپه خوله شوې
مجنون سره مشهور شوم، ترانې نه مې توبه
مسروره! چې په كې وي له شرابو ډك جامونه
بيا نه درځم، له دې مهمانخانې نه مې توبه.