Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-12-23  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

پښتنه پیغله

 

پښتنه پیغله

د زمانی د اوښتون بله ډیوه ده

دتاریخ د حماسو، ړنه شغله ده

توره ده، سور اور دی، میړانه ده دښمن ته

سمبول د غیرتو ده، پیغله دجګړو ده

سور رنګ پړونی یی سره نښه د کفن ده

سرو یږو ته ناهید، اتله ملالی ده

پیغلتوب یی شرنګ د توری اوجهاد دی

ناوی د عفت ده، ارمان د هر افغان ده

توپانی مسته څپه ده، تندر بریښناده

ښکلا ده د سنګر، لیواله پر وطن ده

اوچت کړی یی شین دی، برم د اسلام

رپا ده، اهتزاز، سیلی د سباوون ده

را روانه پر مخ، د ورور د سینی سپر ده

ړون ستوری د اسمان، ښکلا دنیکمرغی ده

په مینه مسته د وطن ده سیلابی ده

پیغله افغانی ده، څپه توپانی ده

حبیب شیرزاد

تهکال-پیښور

حبیب شیرزاد   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005