Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-12-24  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

ځما ښکلۍ بختورۍ

ځما ښکلۍ  بختورۍ                                                           

دا خوته ئي 

مونږه نه يوو

چه په تا باندی  ياديږو

که ته نه   ئي                                                                                                                                          

مونږه خواريږو

له  نړی  ځنی  ورک   کيږو

دا خو ته ئي

چه په  تا باندې  نازيږو

دغوټې په شان

ستا څانګوکې

غوړيږو او رژيږو

که ته نه ئي

بيا په چا به مونږ ټوليږو

بي له تا به  

مونږ  د چا سره زيبيږو؟

دا خو ته

سپينه سپوږمی  ئي

چه تياری  شپې دی رڼۍ کړی

که ته   نه  وې

مونږ به کوم ځای  نه ډيوې کړی ؟

دا خو ته  ئی

له اسکندره بيا تر ننه

چه دی هسکې زمونږ شملې کړی

له امو تر اباسينه

دا خو ته څومره  پخه  ئی

له  قرنو په غم  اخته ئی

له  پنجابه  تر تهرانه

د اغيار په  اور  وريته ئی

دا خو ته ئی

چه ټک  کيږی ﻻ   جګيږی

داغيارپه زړه لمبه او  ﻻ خوريږی

خو د يار په زړه  خوږيږی  ﻻ خوږيږی

مېنتوب  خو ستا له    شانه   سره خوند کا

چه  د پيغلو د خولۍ وځی  نازولی

ترانی  خو  بلبلۍ ځکه  وائي

چه سهار  شي  ستا د مينی اواز اوري

د ګودر  پيغلی به ولی نه نڅيږي

چه شپيلۍ ستا د نغمو پرې  ولګيږی

د ادم  رباب  به  هلته  زير  اوبم  کا

چه  نغمی دی  د درخو  په  غوږ لګيږی

غليمان  به ولی  نه درومی په مخه

چه هيبت  دی  د اواز  ورشی  و  غوږ ته

دا خو ته ئې

زما ښکلی  بختوری

  چه  ښکلا دې     ﻻ خجل کړی   ملغلری

ته له شاتو نه خوږه په  خوله  مزه ئی

و اغيارو ته  تر خه  او ﻻ زيږه ئی

ته وفا ته    می  بقأ ئی پښتو  ژبی

ته می روح ته  می  ايمان  ئی

 

ويانا          ١\١١\٢٠٠٧

انجينر عبدالخالق ساپی   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005