نن دې په يادونو کې مزې نشته چې ولې؟
څړيکو ته د زړه مې حوصلې نشته چې ولې؟
غواړم په دې کلي کې زړګی چاته ډالۍ کړم
خدای شته چې ميينې شونډې سرې نشته چې ولې؟
خدايه په دې قام کې مې پښتو شوه څومره خواره
شته ميوند ملاله خو ټپې نشته چې ولې؟
وختم کعبې ته چې اذان د بلال وکړم
ښکته په مکه کې زمزمې نشته چې ولې؟
ټينګ شه اسوېليه ما او تاته شوه راپاتې
حسن شته شاعر شته زولنې نشته چې ولې؟
اسويلى
پيښور
4-12-2007