د پېغور په دود
ما ته د ليلې شهيد موسكى شي د پېغور په دود
خويندې په بګرام کې، ژړغونی شي د ورور په دود
ماته د سپين غر زلمي ماڼۍ د زرو جوړه کړي
ما ته يې ور پرانيزي ډالۍ يې کړي د کور په دود
ما ته مې پلازمېنه انګريزي نه غريو نيولې شي
ما ته مخ راواړوي كركجنه شي د مور په دود
پېغلې د وطن كوي پېچموزې سره غونډې شي
خوار "مومند" راپاڅېده شعر (!) ليکي د ټکور په دود
مومند
اسلام اباد
26-12-2007