Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-12-31  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

پښتو ژبۍ او پښتو

              پښتو ژبۍ او پښتو !

 

تاکۍ نغښتی معنی دغیرت ده       شمله  دلوړوالي اوعزت ده

اغیارته دی نه پریږدو ترقیامته     دا زمونږمیراث روحي قوت ده

 

تاکۍ ښه مينه اومحبت وينم       ر ښتیا ویل او صداقت وینم

غږ چی ستا د جرګو واوري       په دښمنانو دی  هیبت وینم

 

تا کۍ میړانه او وفا شته            تیارو زړونو ته رڼا شته

جرګو دود کی د پخوا نه            د الله عدل او رضا شته 

 

په تا فخر کړم ایمان لرم           دا باور او اطمینان لرم

کله چی ته راسره مل یۍ          زه برۍ يه هر میدان لرم

 

ته لارښود د نارینتوب یۍ        سترښونځۍ د سړیتوب یۍ

 د میړانۍ درس او فن لپاره        ته پوهنځۍ د میړنتوب یۍ

 

دتاریخونو په اوږدو کۍ         د حب القدرتونو مرحلوکۍ

په تا شوي څوواره ګذارونه     چی رامات کړي ستا وزرونه

 

تا کاږلي د عمرونو کړاونه      دخپلو اوپردو نه جنجالونه

سردی ټيټ نکړو هیڅ چا ته    څومره چۍ  وهلي ستاسرونه

 

راویښ شوي دی بچیان دي      پټان،پاګل که غول افغان دي

پښتوویل، لیکل، لوستل کا       زاړه، واړه، او که ځوانان دي

 

اوس ستا د ودی نوۍ واردی     تخنیک دکمپیوتر سره دی کاردی

هیردی نه شي نړیواله دسیسی    غلیم پخوا نه لا درته بیدار دی

 

پښتون چی په پښتوکولو ویاړي     پښتو  یا مرګ د خدایه غواړي                

 

  بی اوبوفصل ژر اوچیږي یاره    ژبه خدمت زمااوستانه غواړي                                  

 

ظریف وایي لراوبره پښتنوته     درنو،د سترګو تورو پښتنو ته

په توپک،قلم که سرو مال وي    تل کووخدمت پښتواوپښتنوته

 

انجینر روح الله ظریف ساپۍ

 26.12.2007 ویانا-اطریش

انجينر روح الله ظريف   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005