Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

قسيم حسن ابرون

دارغندد څپو ژبه  ( دوهم ) :
قسيم حسن ابرون د سيد محمد سليم زوى، په 1325ل كال د كندهار، ډنډ ولسوالۍ د بختيارو په كلي كې زوكړى دى. خپلې زده كړې يې په خپله سيمه كې بشپړې كړي. په 1344ل كال يې د دولت د رسمي مامور په توګه خپله دنده پيل كړه، چې 28 كاله يې د هېواد په بېلابېلو فرهنګي برخو كې كار كړى، د وروستيو جګړو له كبله له هېواده پېښور ته كډوال شو، چې اوس هم هورې د كډوالۍ شپې ورځې تېروي.
چاپ اثر يې ”ګل د اسوېلو“ دى چې شعري ټولګه ده، نور ناچاپ اثار يې دا دي:
1. له زرګرو سره (شعرونه)گ.
2. كرنيل صاحب (ناول)
3. پر اولاد باندې د والدينو حق (ژباړه)
4. وطن او كور (شعري ټولګه)
له ډېر وخت راهيسې شاعري كوي، شعرونه يې ساده دي، چې د وروستيو انقلابونو او جګړو پېښې يې په شاعرانه ډول بيان كړي، د ساري په توګه په ځينو بيتونو كې كه د ښكلا او مينې ستاينه كوي، ناڅاپه د ماتو څانګو، ګونګيو بلبلانو، بې مينې نظرونو او سړو بادونو كيسې راغبرګوي. چې دا زموږ د وروستيو شعرونو يوه خاصه ګرځېدلې او ترې خلاصون نه لرو، ځكه چې دا هېواد خو له هر اوښتون سره سم په هر لحاظ كړول شوى، دا هېواد خو د شرق تر ټولو ځپل شوى ا و د اسيا په زړه كې پرته هغه خاوره ده، چې هر مهال په كې جګړې بلې ساتل شوي او رقيبو ډلو له دغو جنجاليزو مسايلو څخه په ګټه اخيستلو خپلې ګټې پاللې دي.
دا به د شاعرانو ملي مسووليت وي، چې دغه حالات هېرې ته پرې نه ږدي.


غزل
ستا د ستم كيسې كومه، ځمه
خاورې پر سر باندې شيندمه، ځمه
ځولۍ د هيلو مې شوه تشه پاتې
له ولولو يې ډكومه، ځمه
ستا د جفا، جفا په تبر شهيد
دا څو شعرونه اورومه، ځمه
مينه ژوندون، مينه رضا ده د رب
د مينې كور ته دې بلمه، ځمه
كه لوغړن يم، نااميده نه يم
كډه رقيبه بارومه ، ځمه
ابرونه! ستا د ژړاګانو بدل
له غمازانو نه به وړمه، ځمه.

يوه خبره، يوه دانا خبره
نه مې هېرېږي هغه ستا خبره
زړګيه! چا و ته په تمه نه شې
نه شته دنيا كې د رښتيا خبره
ګوره د مينې قاتلان شولو ډېر
قدم، قدم د قتګاه خبره
دغه زړګى خو مې د كاڼو نه دى
څله مې ولې په جلا خبره
ابرون، ګلاب او د نرګس ګلونه
غواړي شبنم، غواړي مينا ګلونه.

د تيارو اوږده لاسونه، مشالونه په كې ورك دي
دا خزان، خزان وختونه، بهارونه په كې ورك دي
ډېر ويرونه او ماتم دى، په مالت، كلي، كوڅو كې
هديرې ګوره، ښارونه، بازارونه په كې ورك دي
چې قاتل د كلي پير شو، كليوالو ته خير غواړم
د خيرات، خيرات دېګونه، خيراتونه په كې ورك دي
دعاګانې بې تاثيره، د ښېرو هم مزې لاړې
د كم عقلو بس خوبونه، تعبيرونه په كې ورك دي
قافلې دي اړولي، د چلونو په هر ګام كې
دا بېلارې كږلېچونه، كاروانونه په كې ورك دي
اشنا پاتې شو په ذهن يو انځور د وحشتونو
له ژړا ډك دي رودونه، دريابونه په كې ورك دي
بس ابرونه خوله دې نيسه، بې مزې غوندې ږغېږې
دا شغلې، شغلې شعرونه، اوازونه په كې ورك دي.
 

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005