ما له مې ژوند ماله جانان راکه
ويښو دردونو له درمان راکه
څو به راکاږم الستي وېشونه
نوی اغاز نوی زمان راکه
چې اهريمن ته تل کمين کې اوسم
د ژوند په لار داسې يزدان راکه
په بدرګه د ستورو درغلمه
ذقوم ماښام له شين عنوان راکه
له تندريزو حادثو يې ساته
له فدا جار واخله قربان راکه
ميوند فدا