Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

كريم الله سودايي

د ارغند دڅپو ژبه (دوهم ) :
كريم الله سودايي د خراسانخان زوى د 1352ل كال په شا وخوا كې د قلعهْ سيف الله د خلګي عليخېل كلي كې زوكړى دى. زده كړې يې نه دي كړي، خو بيا هم دومره لوست كولاى شي، چې خپله ستونزه اواره كړي. شعرونه يې په ږوب سيمه كې ډېر مشهور شوي او ځانګړي مينه وال لري.
شعرونه يې پر ملي موضوعاتو راڅرخي، چې زياتره ولسي بڼه لري او په هغه كتګورۍ كې راځي، چې د لوى كندهار زياتره نالوستي او د لومړنيو پړاوونو شاعران په كې راتلاى شي. د دغو شاعرانو زياتره شعرونه خو ځكه يو فكري تړون او په جوړښت كې ورته والى سره لري، چې دوى اكثره يوازې د سندرغاړو له خوا ويل شوي شعرونه اوري.
د ده پښتني مزج او له خپل ملي كلتور سره مينه، دده په شعرونو او ځاني چلند كې ښه ترا څرګندېږي. پراخه ټنډه او موسكۍ څېره يې د هر چا لپاره د سرور او خوښۍ احساس وربخښي. خو نه ده څرګنده، چې زياتره شعرونه يې ولې د مايوسۍ له سوزناكو چغو او فريادونو څخه ډك دي. سودايي يوازې د مايوسۍ او وير خبرې نه كوي، بلكې هيلې او ارمانونه يې هم د ډېرو شعرونو يوه برخه جوړوي. هغه كه د تيارو خړه كېږدۍ پلنه ويني، ورسره د هغې رڼا سندره هم غبرګوي، چې د غرونو له څوكو او د ځنګله له ګرېوانه څخه راڅرګندېږي.
سودايي ته ډېر عمر او حوصله غواړو، چې په خپل هنري او ادبي ډګر كې نور پرمختګ هم وكړي.


شومه
ژوندونه! لاړې تجربه مې له علومه نه شوه
ما ته منل او انتها د عشق معلومه نه شوه
الوتي خياله! ته په دا تشبېه خوا مه بدوه
تخمونه ټول شول، خو پوره د مېږې شومه نه شوه
اوس خو په ډېر غرور سهار سهار له كوره وځي
بيا به يې ګورو كه د وخت پاته مظلومه نه شوه
كه ښادي نه شته شكر غم خو په كې وځلېده
ښه شوه زما د زړه جونګړه هم بې مومه نه شوه
د لېونو ډله به چا دلته پر كور ساتله
سودايي ښه شوه چې خبره له رسومه نه شوه.
نه شته مينه نه شته، بې الفته پياله ماته كړه
ډكه د حسينو له صحبته پياله ماته كړه
افرين! ساقي خو ما ته ښه مېلمستيا راكړله
وخته! تا په څه ساده لغته پياله ماته كړه
سودايي چې يو څاڅكى خلوص په كې ځايېږي نه
تش يې كړه بس دا بې شرافته پياله ماته كړه.

دلته بېوسه احساسمن په كوم دليل پراته دي
په كومه كنډه دې ويشتلي، كوم بخيل پراته دي
راځي له درده د ابليس پر وجود داسې څړيكې
لكه په زړه كې مردكونه د صقيل پراته دي
و دې فضا ته به هم دغه مهال ورشي اخر
څوك څه تر كاڼو لاندې مړه د ابابيل پراته دي
په سر كې اور د كلي بل خوا يې په پاى كې اختر
هلته نادان وهي سُرنا، دلته عقيل پراته دي
سودايي! ګرځوه كچكول د خلوص خلاص يې نه كړې
په دې امېل كې لا اوس هم يوڅه اصيل پراته دي.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005