د چا پـــــــــــه وړاندي پوروړى احساس
خدايـه راخپل مو کړې بادوړى احساس
بند د حــــــــــــــالاتو په نري تار چې وي
داسي مو هم نه غوښت پياوړى احساس
له ژونده لري له امــــــــــــــــــــکانه لري
په کــــــومه درومي دا زومړى احـــساس
چې حـــــــــق لري حـــق ورته نه رسـږي
تر څو به ګــوري ورته مړى احســاس
کله او څه مـــــهال به ور کړي ځـــــواب
څه وخت به ساواخلي داستړي احساس
بازيد ه ښه به وي چې کار تـــري واخلو
لکه ايمان لـــــــــــــــرو ځانګړى احساس