عبدالباري جهاني
د مشکو کاروان له کتاب څخه
کشکی نه وای داسی مله عبدالسلامه
د غازی امان الله سره ملری
ملا عبدالسلام اڅگزی د پښتو ژبی د شلمی پېړۍ د ښو اولسی او ضمنا ویښو شاعرانو په کتار کی لوړ مقام لری. ملا عبدالسلام اڅگزی د پاکستان د بلوچستان د صوبې د کوټی په شاوخوا کی اوسېدلی دی، او همدلته وفات سوی دی. د ملا عبدالسلام اڅگزي په دېوان کی د ده د اشعارو څخه داسی ښکاري چی هم یې ډېر زیات عمر کړی او هم یې د عمر له لومړیو شپو ورځو څخه بیا تر وروستیو شپو پوری شعرونه ویلی دی. په ژوند کی یې ډېری تودې سړې لیدلی دی. خو چا چی د ده کتاب چاپ کړی دی، یوه مقدمه یې هم نه ده ورباندی لیکلې چی لږ ترلږه د ده د ژوند احوال ورڅخه معلوم سوی وای.او څه چی موږ د ده د ژوند په باره کی ترلاسه کوو، هغه یې د دېوان له بیتونو څخه اټکل کوو. عبدالسلام اڅگزی د خپل دېوان په یوه ځای کی وایی:
پر زر درې سوه هجری سنه پیدا یم
اوس اته اویا ته ورسېدم دا یم
او دېوان یې د عمر په څلور اتیا کلنۍ کی ختم کړی دی. او په پای کی پخپله داسی ورباندی لیکی:
»کتاب د بنده ضعیف عبدالسلام اشېزی مسمی په سوسن چمن مظهر د مصایب د انقلاب د سلطان امان الله خان او د انتقال د ده د ذی قاعدی په نهمه ورځ د جمعې په وخت د څاښت زر درې سوه څلوراتیا کی و اختتام ته ورسېد«
ملا عبدالسلام اڅگزی خپل دېوان په ډېره روانه، خوږه او ضمنا عامیانه پښتو ژبه لیکلی دی. او د دېوان یو مهم اړخ یې دا دی چی تقریبا په هرغزل کی یې ، ولو په هره موضوع پوری اړه ولری،ځای پرځای د غازی امان الله یادونه کړې ده. هغه وخت چی امان الله خان لا ژوندی و، نو وطن ته د هغه د بیرته راتلو ارزو ورسره ده. او کله چی هغه وفات سوی دی نو بیا یې دهغه روح ته دعا کړې ده، اود هغه د خدمتونو یاودنه یې کړې ده .
څو غازی امان الله خلیفه نه سی
پښتانه به زام تر مرگه پوری ژاړی
اسکندر امان الله کېدی پر مځکه
پښتانه ځینی ملری د ترسا سول
او کله چی غزی امان الله وفات سوی دی نو د هغه یادونه داسی کوی.
لا یقان د استقلال امان الله کړو
د ده قبر پراخ جنت کړې ذوالجلاله
پخپله ملا عبدالسلام اڅگزی هم په دې خبری ویاړی چی دا یوازی دی چی د غازی امان الله حق یې ادا کړی دی، او بل شاعر دا کار نه دی کړی.
پر غازی امان الله عبدالسلامه
کتاب نه دی کښلی بل شاعر بې تا
عبدالسلام اڅگزی په ساده ژبه په خپل هرغزل کی د خپل وخت اجتماعی موضوعاتو ته اشاره کوی.او دلچسپه خبره دا ده چی د امانی نهضت او تمدن سره د خپلی ټولی علاقې سره سره ، د راډیو ډېر سخت مخالفت کوی.
چی غونچې ناوی په غاړه کړ حمېل
بیا جرس نارې وهلې الرحېل
ما یو گل درلود چی تل په نازېدمه
د دنیا په باغ کی وواهه سهېل
لکه ټکه زما پر غولی ناگهانه
نوی غم درنه کرکنډه سوه راگېل
بل روښان یاقوت په د ې ناسوت کی ورک دی
سودایانو را سی مځکه کو رغبېل
د دنیا په شپه به لار درمعلومېږی
لکه لمر نه پلیته غواړی نه تېل
بې رهبره خطا وزی نا خبره
د اشرارو علما په قال و قېل
د سلطان امان الله غازی کومک و
مهردل چی پلټن وروستی پر مېل
ما لا هلته د قرآن کهی منله
تر کوږک ناممکن غره ووت ټنډېل
اوس په هر دننه کور کی رېډیو غاپی
گڼ جهال ورباندی ټول وی یا خانخېل
د کابل د باغ مرغان عبدالسلامه
یادوی د زرغونو طوطیانو سېل
عبدالسلام اڅگزی لږ ترلږه یو ځل بندي سوی دی . او دا چی کله او د څونه وخت د پاره بندي و دا ځکه نه ده معلومه چی نه ده پخپله اشاره ورته کړې او نه یې چا دکتاب په مقدمه کی څه لیکلي دي.
فرڼي سوسن چمن په اور کی واچاو
پر ما هم د ابراهیم مصیبت راغی
او کله چی له بنده خلاصېږی، د کوټی د کمیشنر انور عادل څخه مننه کوی.
کوټه خان درڅه خوشاله دي افاق هم
رب حسن منصب درکړی دی افلاک هم
تا تعلیم د حاتم واخیست که د خضر
چی له بند نه زه ازاد سوم زما اوراق هم
ښه لقب عادل د اسمه سره ښایی
انور سم پر مسمی کوي اطلاق هم
د عبدالسلام اڅگزی درې زامن په یوه ځل مړه سوی دي.او دی یې فاتحې او جنازې ته ور روان دی.د دغی پېښی په باره کی هیچا څه نه دي لیکلی او نه دی پخپله اضافه تشرېح ورکوی.خو داسی ښکاری چی یا باید په یوه لوی قبیلوی جڼ پېښ سوی وي او یه به کوم لوی مصیبت راغلی وی چی په هغه کی دده درې زامن پر پوه ځای وژل کېږي. دی پخپله ددغی پېښی نوره یادونه نه کوی.اوپه نورو غزلونو کی یې د خپلو دریو زامنو نومونه یادوی خو په دغه غزل کی دا هم نه وایی چی په دې پېښه کی نور خلک هم وژل سوي کنه.په زړه پوری خبره دا ده چی دی په دغه را یوه غزل کی ،چی ټوله د اوښکو او غم نه ډکه ده، بیا هم خپل محبوب امان الله خان غازی نه هېروی او یادونه یې کوی.
کډی بار ځی کل من علیها فان دی
زام زوکړی مصایبو له انسان دی
دیارلس سوه دری اتیا د رجب میاشت ده
مگر ما تاریخ لیکلی په شعبان دی
زلزله پر یو چا وموښتله سخته
تر دوږخ بد تر د غمه ډک جهان دی
درې زامن په اجلی څاه کی ایله سول
دوني غم د کوم یعقوب پیغمبر توان دی
مورو پلار له صبر ښایی خالق داسی
په نبی ابراهیم کړی امتحان دی
ثلاثه پاتا له تلم بېخی ضعیف یم
تخمینا دو څلوېښت میله ملک درمیان دی
د غازی امان الله نوحه پکښې ده
کل کتاب د زړه په وینو ارغوان دی
مور د ویر لایقه پاته سوه پر مځکه
عیسی لوړ پر څلورم لیری آسمان دی
قضا ټوله کهول بوت ادې په ساندو
ایدره نوې باندی جوړه سوه توپان دی
پر فنا یا ویلنا عبدالسلامه
ځله بېل سو گران مین ارمان ارمان دی
د عبدالسلام اڅگزی په معاصرو شاعرانو کی به ډېرو لږو کسانو د هغه په شان دونه زیاتو اجتماعی موضوعاتو ته اشاره کړې وی.ده په خپل کتاب کی ځای په ځای د اجتماعی نابرابریو، فسق او فساد، بې اتفاقیو،رشوت خوریو او هر څه په باره کی یو څه ویلي دي.د اڼرېزانو سخت دښمن دی.اود پښتنود بد بختیو اصلی عامل د امیر امان الله سقوط بولی. ځکه نود سقاو زوی ته بد وایی، او هغه خلک غندی چی د اڼرېز او خود غرضانو په لمسه یې د امان الله خان ملری پرېښوده او د سقاو د زوی ملری سول.