Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

كوكو رشاد

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
كوكو رشاد د علامه پوهاند عبدالشكور رشاد لور، په 1345ل كال د كندهار په لومړۍ ناحيه كې زېږېدلې ده. زده كړې يې په كابل او كندهار كې ترسره كړي، نوموړې په خپله ليكي: ”د شعر او شاعرۍ مقام خورا لوړ دى، دې مقام ته رسېدل كهكشان ته ختل دي، زه شاعره يا ليكواله نه يم، خو له پنځلس كلنۍ راهيسې مې قلم په ګوتو كې نيولى، څه توري سره يوځاى كوم او څه كرښې په ليكم. دا د جرايدو د چلوونكو پېرزوينه ده، چې دا كرښې په خپلو جرايدو كې خپروي“.
د علامه رشاد كورنۍ خو ادبپاله او كلتورپاله كورنۍ ده، چې پېړۍ پېړۍ به ورباندې وياړو. ځكه په خپله استاد رشاد خو خپل ټول ژوند او ټوله هستي تر پښو او پښتوپالنې ځار كړې، چې په لسګونو اثار يې كښلي دي. چې په دې كورنۍ كې څوك سترګې وغړوي، خو خامخا به د استاد د پوهې او فيض اغېز له ځان سره لري.
كوكو رشاد ته په كار وه، چې ګڼ اثار يې خپرولاى، زياتې ليكنې يې كولاى، خو موږ وينو چې په مطبوعاتو كې يې له يو څو لنډو ليكنو او څو شعرونو پرته نور څه نه دي خپاره كړي. حال دا چې موږ بايد د هغې ډېر څه لوستلاى. خو زه خبر يم چې كوكو رشاد زياتې ليكنې په خپله ليكي، زيات مهال چې استاد كومه موضوع ليكي، دې ته يې وايي، كوكو يې ليكي، چې د كوكو دا خواري بايد وستايو.
كېدى شي كوكو به ناچاپ اثار لري، اوس به يې نه خپروي، خو بيا هم تر هغه ځايه چې ما ته څرګنده ده، د علامه رشاد كورنۍ د زياتو نورو كورنيو په شان قيدګيره او بنديز پاله كورنۍ نه ده، چې د ښځينه ليكوالو قلم مات كړي، ليكنې يې ورڅيرې كړي، دا خو يوه بركتي او له كماله ډكه كورنۍ ده، چې بره او كوزه پښتونخوا ورباندې وياړي او زيات ستر استادان اوس هم د علامه درناوي او سلام ته ورځي. د عقيدت او پېرزوينې لپاره يې خونې ته ورخېژي او له پرتمين بنډار څخه يې خوند او ګټه اخلي. كوكو رشاد د ستر استاد يوازېنۍ نژدې مرستياله ده، چې د استاد په علمي كارونو كې ډېره مرسته ورسره كوي، چې بايد د دې ستر خدمت يادونه يې وشي.
د كوكو شعرونه ټول ملي رنګ لري، چې د ملي اتلانو كيسې بيانوي، د ګران هېواد وياړنې راپه زړه كوي او زموږ د ملي هويت او يووالي صحنې انځوروي، يوه شعري ټولګه يې چاپ ته تياره ده.
ځينې شعرونه يې په پالنه مجله، ښكلا او ځينو نورو خپرونو كې چاپ شوي دي.


د ميوند ملالۍ!
ها لوپټه چې ستا پر سر وه د غيرت مېرمنې
خود به دې نوم اخلو په وياړ او په حرمت مېرمنې
ته يې غازي، ته يې شهيده د ميوند اتلې!
ځكه دې نوم لوړ دى، په شان او په شوكت مېرمنې
ستا د يوه ږغ بركت و، چې انګرېز يې مات كړ
ستا په نامه باندې ټول وياړي د همت مېرمنې
د غليمانو ككرۍ به تل كږې وي تا ته
ستا كارنامې چې ليكل كېږي د عزت مېرمنې
يوه اواز دې د غازيانو وينه واېشول
انګرېز دښمن دې رېز مرېز كړ د غيرت مېرمنې
يوازې وياړ د پښتنو نه يې، ملالې پېغلې!
ټول افغانان په تا نازېږي، د نهضت مېرمنې
قهرماني به ستا ستايي، قهرمانان د نړۍ
ته سرلوړي يې د جهان، د دې ملت مېرمنې
توغ دې له خاورو كړ راپورته په اسمان دې هسك كړ
ستره اسيا فخر كوي ستا په عزت مېرمنې
د ميوند خاوره به نازېږي ستا په مړينه لا هم
ته يې ښوونكې د غيرت، د شهامت مېرمنې.

توريالۍ تورپېكۍ
د كوږك په شنه لمن كې چې روانې قافلې دي
هم د سرو وينو رودونه، هم د سرو وينو ويالې دي
دا لاله چې غوړېدلى دى، يادګار د شهيدانو
يا بيرغ د پښتنو دى هرې خوا ته يې شغلې دي
شور او ځوږ راځي له ليرې، دا د جنګ يوه صحنه ده
قافلې دي كه روانې، د اوښانو غرغړې دي
دا د سرو سترګو خمار دى، كه افغان شهيد پښتون دى
يا شفق د غره له پاسه دا د لمر وروستۍ شغلې دي
تصور كړم چې دا اور دى او كه لال د بدخشان دى
اور خو نه دى دا يو غر دى، تيږې ټوله دُردانې دي
دلته ډېر جنګونه شوي، يا غالب دي، يا مغلوب دي
د كوږك د غره په زړه كې پرتې ډېرې خاطرې دي
تورپېكۍ رېدي چې دواړه په دا خاوره شهيدان شول
پښتنو وينې پرې توى كړې، ځكې پاته كارنامې دي
توره هسې پښتو كړل، د بولدك په سپين ميدان كې
د كوږك په غره كې ګوره لا يې پاته اوس وړانګې دي
پښتنو وينې پر جوش شوې، غيرتي ږغ باندې وشو
توريالۍ تورپېكۍ ولاړه پاتې اوس د ننګ كيسې دي.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005