Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-01-09  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

زه يي په زړه کي يمه

ټينګه خوارۍده زه يي پـه زړه کـي يـمه

 يوه زنده ګۍ  ده زه يي پـه زړه کي يـمه

وړو راټول شئ ترماچي پاستي ووېشمه

نن يي سګلــۍ ده زه يي پــه زړه کي يمه

ګوره د شمــس بابا مزار تــه نذر وروړي

يوه نجـــــلۍ ده زه يــي په زړه کــي يـمه

دانـګارو په منځ کي بـس يوتــسل راکـوه

د وخت کړۍ ده زه يي په زړه کــي يمه

دما شومانو په څېرنيم نيم لفـظونه وايي

څه سادګۍ  ده زه يي پـــــه زړه کي يــمه

بازيده لري غواړي يو څوک غمونه له تا

دا مي مور کۍ ده زه يي په زړه کــي يمه

عبدالوهاب بازيد   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005