آسمانه واوره وريده تم شـوم د يار کـــوڅه کي
چا نه پيژندم، درلود مـي نه اختيار کـوڅــه کي
جانان مي تير شو په غوسه وه تر ځيږمو يـي کاته
د لمروړانګي ورته سم تيتي شوى دښار کوڅه کي
ماته د خپل کلـــــــي شتمن اجازت نه راکوي
د ګودر واخلم پـــروژه جوړوم لار کوڅه کــــي
چې قدمونه يې په ناز وو باندي ايښي د خـيال
پرون مي هغه کاڼي ښکل کړل د نګار کوڅه کي
زما وو فکر چې غــرمه ده لمونځ به نه وي روا
د جومات خــلک ډيريدلو وار په وار کوڅه کي
ما بشرمـــل ورته باران ته کرۍ شپه کړه تيره
تر سپېدو مخــته راته ګرزيدى اغيار کوڅه کي