څنګه ! احساس به درته شوى وي اوس
چې په وعده له نه راتلو نه وروسته
د سړي زړه ته څومره درد رسېږي.
دا خو فطرت دى چې په هر يوه شي
د ژوند کړۍ تنګه شي ساه ورکوي
خو مينه! تانده شي او وغوړېږي
ستا د مکار حسن کتاب جانانه
منې! ما پاڼه پاڼه ولوستلو
نور به مې هېڅ کله ته جذب نه کړې.
د پښتانه د نن ، پرون په اړه
له فکر وروسته سړى دې ته رسي
چې يې سبا هم رڼايې نه لري.
نښه د لاس جانان تصوير راکړى
وېرېږم هسې نه خيرن شي را نه
ځکه يې د زړه په ائېنه کې ساتم.
حال دې اخلم خو حالاتو نه مجبوره يمه
دا نه در تګ ددې مانا نه لري
چې زه دې مينې ته درنښت نه لرم.
برات ، اختر او د کال ټولې ورځې
دا ستا د ژوند نن او سبا ملګرې!
د پسرلي د ماښام ستوري اوسه.