دارغند دڅپو ژبه (دوهم ) :
ګلالى خوشال د حاجي محمد زمان زوى، په 1359ل كال د كندهار په دويمه ناحيه كې زېږېدلى دى. زده كړې يې په البېروني لېسه كې پيل كړې، خو تر اووم ټولګي پورې يې وكړاى شول د تعليم له نعمت څه برخمن شي. اقتصادي ستونزو راښكېل كړ او دى يې دېته اړ ايست چې ښوونځى پرېږدي، ورځنيو كارونو ته ملا وتړي.
اوس د كندهار په لومړۍ ناحيه كې استوګن دى. سره له دې چې ترنم كوي، په خپله هم د ځينو سندرو له سر و تال سره سم شعرونه ليكي، چې زياتره شعرونه يې بشپړ ولسي او ساده دي، چې د ولسي شاعرانو ټول شعري كيفيتونه يې ساتلي دي. اكثره شعرونه يې د حُسن او جمال كيسې كوي. هغه د يوه پوه خبره ده: ”تاسې له شعر او شاعر څخه علمي حقايق مه غواړئ، د شعر هدف حقيقت نه دى، جمال دى. ښكلا او جمال لكه علم په ټينګ اساس نه دي ولاړ“.
نو كه چېرې څوك له شاعر څخه تر حد زياتې غوښتنې كوي، دا به له زاڼو كټوري غوښتل وي. لكه څنګه چې بايد خلك له شعر څخه بېځايه غوښتنې ونه لري، همدغسې بايد له شاعر څخه هم ونه غواړي چې تل دې ښه شعر وليكي، ځكه د هر شاعر ذهني سطحه او علمي كچه، هنري ذوق او وړتيا له بل شاعر سره برابره نه وي.
خوشال هم همدغسې يو شاعر دى، چې زيات كلونه له علم او تعليم څخه ليرې پاتې وى. خو بيا يې هم د يوه شاعر او سندرغاړي په توګه خپل مسووليت او رسالت نه دى هېر كړى. بلكې هڅه كوي دغه دواړه هنرونه وروزي او ويې پالي، شعر يې زيات ساده دى، چې د ده د زړه ارمانونه انځوروي. سړي ته يو څه كموزنه، يا بې وزنه هم ښكاري، خو كه څو ځلې يې ولولي او ځينې توري يې په بل ډول تلفظ شي، نو دغه ستونزه حلېږي. دلته به يې يو ازاد سپين شعر او يوه غزل ولولو:
د زړه خبرې
بخښنه غواړم دلته ليكم، د زړه خبرې
ما خو د مينې په جهان كې هېڅ همدرد ونه ليد
چې مې د مينې كيسه
د زړه له غوټې راسپړلاى ورته
او بخښنه غواړم درته ليكم
د زړه خبرې
د ارمان ډك زړګى به
زه تور لحد ته يوسم،
په دې نړۍ كې مې همراز د پاكې مينې نه شته
له فريبه ډكې دي وعدې د ښكلو
بخښنه غواړم دلته ليكم، د زړه خبرې
خدايه پرده مې كوې، خالقه فضل وكړې
په ازموينه كې مې
ته بريمن ولرې
له رسوايۍ نه مې كنار ولرې
نور مې طاقت او زغم له واكه ووت
هرچېرې كړم د پاكې مينې بيان
لكه منصور ګډ يم په داسې وينا
مينه كوم، مينه مې خوښه ده
مينه ژوندون دى زما
احساس د مينې مې كوګل كې غورځي
له جدايۍ نه مې مين زړه فريادونه كوي
هو! فريادونه كوي.
ژړا
چې روح مې ځي زما بدن ژاړي
ټول اندامونه مې د تن ژاړي
د عزراييل وېرې ټوټې- ټوټې كړم
دوستان دې ما پسې غمجن ژاړي
بېلتون ظالم په چا پروا نه كوي
يتيم د خپل پلار پر مدفن ژاړي
زرغون چمن لره چې راشي زاغان
بلبل بورا پسې ګلشن ژاړي
ښه او ښادۍ پردې دنيا څه كوم
هر مسلمان دى ارمانجن، ژاړي
ګلالى جان خوشال پرېږدم يادګار
زما پر شعرونو به مين ژاړي.