Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-01-28  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزلي

   د چا د عشق په نامه سر تلي کې هم راوړمه
د چا لپاره د دار پړى په خندا ښکلوم

د وخت نادودو له لښکره چې مې وېره نه شي
زه هر سحر کې د مور لپې د دعا ښکلوم

زه ددې لاس د مالک مخ د ليدو نه يم لېوال
زما ډيوه پکار ډيوې نه يې رڼا ښکلوم

زړه مې غوښته خو چې بيرته ټکنى غوندې شوم
ما ويل چې څنګه به په چاودو شونډو تا ښکلوم

 هغه چې تا پرې په اوله ورځې پل اېښى و
دښتو ته تللې هغه لاره هر سبا ښکلوم

اسلام اباد: ١٣٨٥-٧-١٣
 
شور دمست سېتار به مې ځواني وخوري
ټپه ديکه زار به مې ځوا ني وخوري

خيال مې چېرې ستاله ياد خالي نه وي
دادبېلتون ماربه مې ځواني وخوري

وخته! فېصلې لږ په تادۍ کوه
ستړى انتظاربه مې ځواني وخوري

چې ستاپه خنداګانوسندريزنه وي
هريوشوم سهاربه مې ځواني وخوري

ګرانې!يهودي خوي دې بدل کړه نور
هرځلې انکاربه مې ځواني وخوري
   ========
ښکلالري،ښائېست داغنمرنګ زمونږ دکلي
په يوځل کتو ارزي هم بدرنګ زمونږ دکلي

شرنګا دپائېزېبونو به بيامست کړي ګودرونه
که سولې چېرې وخوړولو جنګ زمونږدکلي

ډاډه يم ښه ډاډه يم ستادحسن باغ به خپل کړم
بېګاراته دعاکړې ملنګ زمونږدکلي

دکلي له دهقان يې دپېزوان په بدل اخلم
جانان مې رانه غوښتي دي نن بنګ زمونږ دکلي

ته که چوپ يې رقيبان يې راته وايې
که يقين نه وي ګومان ېې راته واېې

ځه !! له ما ته د بېل ژوند ازماېښت وکړه
ننګونه ده جانان ېي راته واېي

ته لګيا اوسه چې زه لېونى نه يم
ستا ريښې ريښې ګرېوان يې راته وايې

تا لرلمه او تا نېمګړى پرېښوم
چې تياره شي هر ارمان يې راته وايې

زه د وخت له ځولۍ ټول غمونه ګرانې !ۤ
ترېنه اخلمه خو ګران يې راته وايې
غزني : ١٣٨٦-١-٩١

عطامحمد هیله من   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005