غزل
نه له چا ويريږو او نه ډار لرو په زړونو کي
هرچاته پرانيستي يوه لار لرو په زړونو کي
تورد بدرنګۍ له ماښام کرکه موږه هم کوو
روڼ ستادښکلاغوندي سحارلروپه زړونوکي
راشه راپيرزوکړه يو نظر د پښتنو سترګو
موږدرته له وخته انتظار لرو په زړونوکي
نوردتللي يارنښي شوي ټولي رانه هيري خو
يو د بڼو غشې يي يادګارلرو په زړونوکي
تل کي د زړکي مو په زرګونوتاندي هيلي دي
ډک له ښاپيريوښکلې ښارلرو په زړونوکي
اقبال احمد حريق غزني