د ژڼي شاعر لطيف د يو غزل په لار:
لاړې لكه پړك په سركي اس له كلي ووتې
ته مې بدرګه نه كړې خالي هنداره ووتم
سپينه د ماشوم څنګل وم جنګ په غاښو ماته كړم
زه چې د ادې د سوري شال په لاره ووتم
يو خوا دې پښتو ابۍ څلورو دېوالو ته كړم
بل خوا پېغلتوب شو د بلۍ له څاره ووتم
شين ځنګل مې لوڅ كړ ناګناه توره شوم لمر سره
سپين د واورو ستر ومه ډكه ناره* ووتم
* غريز خوړ ، لګډ