Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

لطف الله رفېع

دارغند دڅپوژبه ( دوهم ) :
ښاغلى لطف الله رفېع د الحاج مولوي عبدالرحمان اخندزاده زوى په 1357ل كال د زابل ولايت د شملزو ولسوالۍ د غنډانو سيمې په چتري كلي كې زېږېدلى دى. خپلې لومړنۍ زده كړې يې له خپل پلار او مشر ورور څخه ترسره كړي، وروسته يې د كندهار او كوټې په نورو پوهنيزو مركزونو كې هم خپلو زده كړو ته دوام وركړ، چې اوس هم په خپلو زده كړو بوخت دى.
نوموړى له ډېرو كلونو له شعر سره مينه لري او خپله هم ډېر شعرونه ليكي، كه څه هم د هېواد له پياوړي ليكوال او شاعر ”استاد حبيب الله رفېع“ سره كورني اړيكي او كوم تړاو نه لري، خو دغه تخلص يې په خپله خوښه او ذوق ټاكلى دى. شعر يې د ده د زړه او ذهن د روايتونو هنداره ده، چې شعري بيان يې ساده دى، دى هم تر ډېره حده د ساده ليكنې پلوى دى، په نثر او شعر كې يې پېچلتيا نه خوښېږي، نو ځكه دى هم د ولس په ژبه شاعري كوي. د خپلو هېوادوالو رنځونه او دردونه يې درك كړي او د خپل هېواد د تاندو ګلغوټيو د رژېدو ننداره يې له نژدې څخه كړې، نو ځكه؛ كله چې يې د الهام رڼا پر ذهن خپره شي، نو د خپلو ځانګړو الفاظو په ملتيا دغه پېښې انځوروي. همداراز په دې هڅه كې هم دى، چې له خپلو سرلارو شاعرانو تقليد وكړي او يا هم د هغو پر پلونو ګام كښېږدي. د شعر موضوع يې يوه ستر نوښت ته ضرورت لري، نو كه ښاغلى رفېع دغه اړخ ته څه پام وساتي، ښايي تر څه زيار او پام وروسته همدغه رمز درك كړي او په دې برخه كې يوه هڅه خپله كړي. خو بايد يادونه وشي، چې دا كار وخت ته اړتيا لري او كه له رفېع سره عمر څه ملګرتيا وكړه، نو دى به هم خپل بري ته ورسېږي.


هجران راته په ژوند كې فريادونه زېږوي
قسمت راته دنيا كې ارمانونه زېږوي
مشكل راته ايجاد شو، د دلبر په جدايۍ كې
رقيب راته په لاره كې دامونه زېږوي
خندا او خوشحالي له مانه لاړله په منډه
غليم راته هېواد كې خزانونه زېږوي
وصال ته يم په تمه د محبوب له ډېره وخته
بېلتون راته هرځاى كې فراقونه زېږوي
خاونده! د رفېع په برخه كوم نصيب راغلى
رقيب راته په كور كې كړاوونه زېږوي.

خدايه!
له قسمت نه مې وفا ليدلې نه ده
ځكه هر وخت مې بېلتون شو، لويه خدايه!
د وصال تمه مې رفع شوه ملګرو!
زما په برخه اوس جنون شو، لويه خدايه!
اوس به څنګه مطمئن شمه عالمه!
چې حبيب زموږ بېرون شو، لويه خدايه!
دا رفېع په كومه لاره دى پېښ شوى
چېرته لاړ او چېرې ستون شو، لويه خدايه!

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005