هیر مو نکړی، مونږ په یاد لری
که څه هم د خاورو لاندی پراته
په سرو وینو لمبیدلی
په ابدی خوب ویده،
دازادی چیغه مو چپه
دجهاد ډیوه مو مړه
د توری د شرنګ نغمه مو سړه
خو مونږ په یاد ولری
د هدیری په سر مو
شین رپانده توغ ځوړند وساتی
زمونږ افسانی هیری نکړی
د خویندو او مورګانو اوښکی له یاده ونه باسی
ای اتل افغان ولسه
زمونږ سور کفن، د ازادی زیری دی
ستاسو د نیکونو، عظمتونو نښه ده
یو ځای شی، یو موټی شی
په رپا او اهتزاز شی
باد شی، توپان شی
دښمن ته سور انګار شی
هیر مو نکړی، هیر مو نکړی