پرون مې ستا په انتظار درسته غرمه تېره کړه
بيا مې هم وې چې دا مې څه وړه شيبه تېره کړه
خدای خبر تاته به د ورځې دريادېږم کنه
ما دې تصوير ته ګرانه ياره ټوله شپه تېره کړه
خوب مې ليده چې زه او ته جدا له يو او بل ؤ
خو چې شوم ويښ په بسم الله مې کلېمه تېره کړه
راته ئې سم کړو وينې وينې او کړو درد ئې پرې خور
وخت مې جانانه د غزل په خيال چاړه تېره کړه
بده ئې مه منه جانانه نن د ژبې په سر
ستاسو محلت ستاسو کوڅې نه مې توبه تېره کړه
ستا د پخپل حسن قسم وي چې به ژاړې کنه
که جنازه ئې د ثاقب ستا په کوڅه تېره کړه
اميرالله ثاقب خوست