د مشاعرې محترم مشرتابه ته سلامونه او نیکې هيلې
دا شعر مې د یو چا د شعر په جواب کښې هم دا اوس ولیکه کوم چه مې اوس په دې پاڼه کښې ولوست امید لرم چه به ئې را ته نشر کړۍ. بیا به انشآء الله په خپل نوم شعرونه در ولیګم.
په درناوي
انجينر کټوازی
بل چي لوبې ونکړي دا ستا په ننګ----- کله لوبې مکړه دبل چا په ننګ
څومره ده کرکجنه دغه ستا مینه ------ اور پورې کوې چي داشنا په ننګ
کله څوک زغملی شي دارنګ مینه ----- مینه چي تور داغ شي د برېښنا په ننګ
مینه هلته بوله چي دا مینه ده -------- څو پورې چي نه وي د بل چا په ننګ
خدائیګو چي مو مینه نن رسوا کړله------- خپل هوس چي کیږدو د اشنا په ننګ
شرم لږ پکاردی هغه چاته نن---------- نوم د مینې اخلي د بل چا په ننګ