|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2008-02-06 م |
خپرندوی : میلمه |
چا پي بڼه |
تصوير پاڼې يي وچې،
لکه د کومې ناامېنده پېغلې وچې شونډې
چې دژوندخوب وي تښتېدلی ترېنه
نه! سم مې ونه ويل
لکه چې څو شېبې يي
زما د ستړي زلميتوب ليدلې
او اوس يې هره پاڼه
زما دژوند شېبه، شېبه وايي
غواړم دا ښکلی ګلاب
دا دفطرت پۀ لاس ليکلی کتاب
وهغه ښکلي ته پۀ مينه ورکړم
چې يي يو وخت راته له مينې ويل
صميمه! تۀ دې کوم تصوير راکړهصميم کټوازی بېرته شاته
|